د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د کلني مهالوېش سره سم د روانې اونۍ په پای کې زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلېږي. دغه سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې جون میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي، چې د ۱۹ ورځو په موده کې به ترمنځه ټولې ۱۰سیالۍ وشي چې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان او شهید نجیب الله تره کي کرکټ لوبغالو کې ترسره شي. 

د دغو سیالیو په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي، د تېرو لومړۍ او دویمه درجه ولایتي سیالیو او د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې اړوند د روزنیز کمپونو یو شمېر غوره لوبغاړي ولوبیږي. 

د زونونو په کچه میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ په داسې حال کې پیلېږي چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې د هېواد د ۵ زونونو د اړوند لوبډلو ترمنځ لومړی پړاو قوش تپه ملي شل اوریز جام سیالۍ روانې دي چې د ملي، الف او د نولس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نور غوره او ځوان لوبغاړي هم لوبېږي.

د یادونې وړ ده چې د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) او بیا د روان زیږدیز کال په وروستیو کې د زونونو په کچه سترې یو ورځنۍ (لیسټ اې) سیالۍ هم ترسره شي.