د خبرونو مرکز

د افغانستان کرکټ بورډ د قوش تپې ملي شل اوریزه سیالیو د مالي ملاتړو سره هوکړه لیکونه امضا کړل

نړیوال 28 Apr 2024

د افغانستان کرکټ بورد مشرتابه، نن د یوې غونډې په لړ کې د افغان یونایټډ بانک، اتصالات مخابراتي شرکت او ملت سټیل سره په دریو بېلا بېلو کټګوریو کې هوکړه لیکونه امضا کړه. په راتلونکې قوش تپه ملي شل اوریزو سیالیو کې به افغان یونایټډ بانک د عمومي ملاتړي (Title Sponsor)، اتصالات مخابراتي شرکت د وړاندې کوونکي ملاتړي (Presenting Sponsor)، او ملت سټیل د مرستیال مالي ملاتړي (Co-Sponsor) اووسي. 

نور یی ولوله

راتلونکې میاشت د قوش تپې تر عنوان لاندې ملي شل اوریزې سیالۍ ترسره کېږي

نړیوال 27 Mar 2024

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې د راتلونکې اپریل میاشتې له ۱۶مې نېټې تر ۲۷مې نېټې پورې په کندهار ولایت کې د قوش تپې تر نوم لاندې لومړی پړاو ملي شل اوریزې سیالۍ (قوش تپه ملي شل اوریز جام) ترسره کړي چې موخه یې د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې بشپړ چمتووالی او دغه راز د کورني کرکټ او ملي لوبډلې ترمنځ د تجربو شریکول دي.

نور یی ولوله

افغانستان کرکټ بورډ پر بې پرې او له سیاست لرې کرکټ ټینګار کوي

نړیوال 20 Mar 2024

افغانستان کرکټ بورډ یو ځل بیا هم د اسټرالیا له لوري د شل اوریزو سیالیو د راتلونکې لوبلړۍ د ځنډولو په تړاو د پخوا په څېر پر خپل دریځ ولاړ دی او په دې ټینګار کوي چې د کرکټ جذبې ته په پام سره باید د کرکټ لوبه او په ټوله کې ورزش له سیاسي نفوذ او اړخونو لرې وساتل شي، ځکه له افغان کرکټ سره د ټولو افغانانو خوښۍ او ولولې تړلې دي.

نور یی ولوله

افغان اتلانو ایرلنډ ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه او د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه

نړیوال 19 Mar 2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه شل اوریزه لوبه کې د ۵۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۱ په خپله بریا پای ته ورسوله.

نور یی ولوله

افغان اتلانو په دویمه شل اوریزه نړیواله لوبه کې ایرلنډ ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

نړیوال 18 Mar 2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن په شارجه کرکټ لوبغالي کې د محمد نبي او راشد خان د غوره او هر اړخیزې لوبې پر مټ په دویمه لوبه کې سیالې ایرلینډ لوبډلې ته د ۱۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.

نور یی ولوله

افغان اتلانو په د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې ایرلنډ ته ۲-۰ ماتې ورکړه

نړیوال 12 Mar 2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.

نور یی ولوله