بند امیر زون لوبډلې د اتصالات وړاندې کوونکې افغان یونایټډ بانک – قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالیو اتلولي خپله کړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 13 May 2024
د حشمت الله شهیدي په مشرۍ د بند امیر زون لوبډلې نن له یوې خورا جالبې او هر اړخیزې لوبې وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتصالات وړاندې کوونکې افغان یونایټډ بانک – قوش تپې ملي شل اوریز جام سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دغه سیالۍ د ثور میاشتې په ۱۲مې نېټې په کابل کې د پنځه زونونو د لوبډلو په ګډون پیل شوې چې هره لوبډله پکې د نورو لوبډلو سره دوه- دوه ځل د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه او په پای کې د جدول دوه مخکښو لوبډلو (بند امیر او مس عینک) پایلوبې ته لار وموندله چې دغه په زړه پورې سیالۍ نن په کابل کرکټ لوبغالي کې د بند امیر لوبډلې په اتلولې پای ته ورسېده.
نن سهار د پایلوبې پچه د بند امیر لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د دوی د توپوهونکو له منځه کریم جنت د ۱۰۷ او بهار علي شینواري د ۳۲ چټکو منډو پر مټ وکولی شول مس عینک لوبډلې ته د ۶ وېکټو په زیان د ۱۹۷ منډو هدف وټاکي. د مس عینک له خوا توپ اچونه کې واحدالله ځدراڼ د ۲۷ منډو، ضیاالرحمن شریفي د ۳۴، دولت ځدراڼ د ۴۲ او محمد ریاض د ۲۷ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۱-۱ لوبغاړی له ډګره بهر کړ.
په توپوهنه کې د غوره پاڼۍ ترسره کولو وروسته بند امیر لوبډلې غوره توپ اچونه هم ترسره کړه او د مس عینک ټوله لوبډله یې د ۱۷۳ منډو جوړولو وروسته له ډګره بهر کړه او د قوش تپې ملي شل اوریز جام پایلوبه یې د ۲۳ منډو په توپیر وګټله.
که څه هم د مس عینک له توپوهونکو شاهد الله کمال ۴۱، نوید عبید ۳۴ او ابراهیم ځدراڼ ۲۶ منډې جوړې کړې، خو ویې نه شو کولی د بند امیر لوبډلې توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت وکړي چې په توپ اچونه کې بند امیر ته کریم جنت د ۳۴ منډو په ورکولو ۴، وفادار مومند د ۲۹ منډو په ورکولو ۲ او نجات د ۵۱ منډو په ورکولو د مس عینک ۲ لوبغاړی اوټ کړ چې دې سره یې وکولی شول مس عینک لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړي.
د بند امیر لوبډلې الراونډر لوبغاړی چې په توپوهنه کې یې ۱۰۷ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې د ۳۴ منډو په ورکولو ۴ وېکټې ترلاسه کړې، د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز محمدالله لوګری د ۱۱ وېکټو په ترلاسه کولو د دغه سیالیو غوره ځوان لوبغاړي، واحدالله ځدراڼ د ۱۳ وېکټو په ترلاسه کولو غوره توپ اچوونکی، حضرت الله ځاځی د ۳۱۰ منډو په جوړولو غوره توپ وهونکی، ابراهیم ځدراڼ د ۳۲۳ منډو په جوړولو تر ټولو غوره لوبغاړی او کریم جنت د ۱۹۷ منډو په جوړولو او ۱۰ وېکټو په ترلاسه کولو د دغه سیالیو غوره الراونډر ونومول شول.
دا د کورني کرکټ په چوکاټ کې د قوش تپې ملي شل اوریز جام لومړی پړاو و چې ورپسې به په روان کال کې ۳-ورځنۍ، فرسټ کلاس او لسټ ای سیالۍ تر سره شي.