کابل، ننګرهار او بامیان د نن ورځې بریالۍ لوبدلې وې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې کابل ب د ارزګان، په خوست ولایت کې بامیان ولایت پکتیا او د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کوربه ننګرهار ب لوبډلې د کاپیسا ولایت لوبډلې ته ماتې ورکړه.
کابل، ننګرهار او بامیان د نن ورځې بریالۍ لوبدلې وې

د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالیو په لړ کې نن درې لوبې وشوې چې د کندهار په کرکټ لوبغالي کې کابل ب د ارزګان، په خوست ولایت کې بامیان ولایت پکتیا او د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کوربه ننګرهار ب لوبډلې د کاپیسا ولایت لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د نن ورځې لومړۍ سیالي په کندهار کرکټ لوبغالي کې د کابل ب او ارزګان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ارزګان د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه. کابل ب لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۴ منډې وکړې، چې په ګټه یې سهیل خان ۹۰، عبدالله ۵۲، حضرت شاه ۳۱، عزیزالله ببرو ۲۲ ناسوځېدلې او فېروز خان ۱۷منډې جوړې کړې. د ارزګان په توپ اچونکو کې احمد الله او انصار الله ۳-۳ او رحیم الله ۲ لوبغاړي د سیالۍ له ډګره رخصت کړل.

د ارزګان لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۲۶ منډې وکړې او سیالي یې د ۱۳۸ منډو په لوی توپیر وبایلله. د ارزګان لپاره په توپوهنه کې لالي خان ۶۲، انصار الله ۲۴ او عطاء الله کاکړ ۱۲ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د کابل ب لوبډلې لپاره په توپ اچوونه کې الماس شېرزاد ۴، بابر خان او عزیزالله ببرو ۲-۲، عبدالله او فېروز خان ۱-۱ وېکټ ترلاسه کړه. د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سهیل خان ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۹۰ منډې کړې وې.

ننګرهار کې بیا کاپیسا او ننګرهار ب لوبډلې سره مخامخ شوې. د دې لوبې پچه کاپیسا وګټله او ننګرهار ب لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. ننګرهار ب لوبډلې په ۴۸.۱ اورونو کې د لسو وېکټو په زیان ۲۷۶ منډې وکړې. د دې لوبډلې په ګټه عابد محمدي ۹۹، اکبر موسی زي ۶۰، عبدالمجید عالم ۵۰ او محمد سهیل صدیقي ۱۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د کاپیسا په توپ اچونکو کې خلیل حبیبزي ۵، فرمان الله ساپي ۳، عرفان الله ساپي او اصف شاه یو-یو لوبغاړی د سیالۍ له ډګره رخصت کړ.

کاپیسا لوبډلې ونه شو کړی چې د ننګرهار ب لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي. کاپیسا لوبډلې په ۴۶.۵ اورونو کې د لسو ویکټو په زیان ۲۲۱ منډې وکړې او سیالي یې د ۶۵ منډو په توپیر وبایلله. د کاپیسا لپاره په توپوهنه کې حنظله ستانکزي ۳۲، ستوري ساپي ۲۸، فرمان الله ساپي ۲۷ او نصیب الله ۲۶ تر نورو ډېرې منډې وکړې. د ننګرهار ب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې همایون شینواري او جمیل شینواري ۳-۳ او عابد محمدي ۲ ویکټې واخیستې. د دې لوبې غوره لوبغاړي جایزه عابد محمدي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۹۹ منډې کړې وې او ۲ ویکټې یې هم اخیستې وې.

خوست کې بیا بامیان لوبډله د پکتیا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. بامیان لوبډلې د نننۍ لوبې پچه وګټله او خپله یې توپوهنه غوره کړه. بامیان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ ویکټو په زیان ۲۶۱ منډې وکړې، چې په توپوهونکو کې یې روښان زرملوال ۱۱۲، خالد احمدزي ۶۱ او سباوون بنوري ۵۸ منډې وکړې. د پکتیا په توپ اچونکو کې محب الله زرمتي، رضوان منګل، حقمل اریا او سمیع مبارز یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.

د پکتیا لپاره په توپوهنه کې حقمل اریا ۵۱، یوسف شاه ۴۰، محب الله زرمتي ۲۸ او یاسین نوري ۲۳ تر نورو ډېرې منډې وکړې، خو هدف یې ترلاسه نکړی شو او په ۴۰ یې ماتې وخوړه. د بامیان لپاره په توپ اچوونه کې لطیف میرزکوال ۳، امر زېب او احسان الله اوریاخېل هر یوه ۲ او صدیق الله یو لوبغاړی د سیالۍ له ډګره رخصت کړ. د دې لوبې غوره لوبغاړي  روښان زرملوال و چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۱۲ منډې کړې وې.

د مهالوېش له مخې به د یادو سیالیو په لړ کې سبا په کندهار کې غزني له هرات، په خوست کې پروان له تخار او په ننګرهار کې نورستان له بلخ لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.