افغان لوبډلې سریلانکا ته په دریمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 21 Feb 2024
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته د خپل سفر په وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې د ۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او یاد هېواد ته یې خپل سفر په بریا سره پای ته ورساوه.
افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ د دریم ځل لپاره د لوبې پچه وګتله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د افغان لوبډلې پیلیزو توپوهونکو رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځي خورا ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۸۸ منډو ملګرتیا وکړه. رحمن الله ګربز په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې خپله اوومه نیمه سلیزه بشپړه کړه او د افغان لوبډلې په ګټه یې ۷۰ منډې جوړې کړې.
دغه راز حضرت الله ځاځي په ۲۲ توپونو ۴۵ چټکې منډې جوړې کړې. د نوموړي ترڅنګ عظمت الله عمرزي ۳۱، محمد نبي او ځوان ښي لاسي توپوهونکي محمد اسحاق، چې د افغانستان په ګټه یې خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کوله، ۱۶ چټکې او ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې پر مټ یې افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د خپلو ۵ لوبغاړو په زیان سره ۲۰۹ جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.
کوربه لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې خورا ښه توپوهنه وکړه خو لوبغاړي یې په مکرر ډول د افغان توپ اچوونکو ښکار شول او دې ته پرېنښودل شوه چې یاد هدف ترلاسه کړي. د افغان لوبډلې په ګټه محمد نبي خورا ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. دغه راز نور احمد، فرید او قیس احمد هم د افغان لوبډلې په ګټه یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه او د افغان لوبډلې په بریا کې یې رغنده رول لوباوه.
کوربه لوبډلې ته په وروستیو شپږو توپونو د ۱۹ منډو اړتیا وه خو د افغان لوبډلې چټک توپ اچوونکي وفادار مومند له دغو منډو دفاع وکړه او افغان لوبډلې د ۳ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه. رحمن الله ګربز چې په دغه لوبه کې یې د افغان لوبډلې په ګټه ۷۰ منډې جوړې کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
په دې بریا سره سریلانکا ته د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد چې کوربه لوبډلې پکې یوازېنۍ ټېسټ، درې نړیوالو یو ورځنۍ او د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ دوه لوبې په خپل ګټه پای ته ورسولې.
افغان لوبډله به سبا د متحده عربي اماراتو په لوري وخوځېږي چېرې به چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د روانې فبروري میاشتې له ۲۸مې نېټې سره سمون خوري، د ایرلنډ پر وړاندې د یوې ټېسټ، درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.