افغان ابدالیان د سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي

افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ لوبډله د روان کال په اپرېل میاشت کې د پنځه یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبې په موخه سریلانکا ته سفر کوي چې د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۲۸مه نېټه به پیل او د مې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې په یاد هېواد کې دوام ومومي.

افغان ابدالیان به د اپرېل میاشتې په ۲۵مه نېټه سریلانکا ته روانه شي او هلته به د سیالې لوبډلې پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل کړي. دغه راز به دویمه یو ورځنۍ لوبه د اپرېل میاشتې په ۳۰مه، دریمه د مې میاشتې په دریمه، څلورمه لوبه په پنځمه او وروستۍ پنځمه لوبه د همدې میاشتې په ۷مه نېټه په یاد هېواد کې ترسره شي.

د یو ورځنیو سیالیو په پای کې به افغان ابدالیان لوبډله د سیالې لوبډلې پر وړاندې د مې میاشتې په ۱۱مه نېټه یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د یادې میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ومومي. د یادونې وړ ده چې د یادو سیالیو لپاره لوبغالي ندي کره شوي او د دواړو لوریو ترمنځ له هوکړې وروسته به یې اړوند معلومات له رسنیو سره شریک شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د افغان ابدالیان لوبډلې په دوامداره مصروفیت خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دوی ژمن دي ترڅو افغان ابدالیان لوبدلې ته لا زیاتې سیالۍ برابرې کړي ځکه چې په وینا یې دغه لوبډله د ملي لوبډلې لپاره د ځایناستو او بککپ لوبغاړو رول لوبوي، نو هڅه یې همدا ده تر څو دغې لوبډلې ته لا زیاتې سیالۍ برابرې کړي تر څو په بشپړه توګه چمتو وي او د اړتیا پر مهال ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

د سیالیو مهالوېش:

نېټه:

لوبه

د اپرېل ۲۸مه نېټه:

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

د اپرېل ۳۰مه نېټه:

دویمه یو ورځنۍ لوبه

د مې دریمه نېټه:

دریمه یو ورځنۍ لوبه

د مې پنځمه نېټه:

څلورمه یو ورځنۍ لوبه

د مې اووه نېټه:

پنځمه یو ورځنۍ لوبه

د مې له ۱۱مه نېټه:

د یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبې پیل