د افغانستان کرکټ بورډ د قوش تپې ملي شل اوریزه سیالیو د مالي ملاتړو سره هوکړه لیکونه امضا کړل

د افغانستان کرکټ بورد مشرتابه، نن د یوې غونډې په لړ کې د افغان یونایټډ بانک، اتصالات مخابراتي شرکت او ملت سټیل سره په دریو بېلا بېلو کټګوریو کې هوکړه لیکونه امضا کړه. په راتلونکې قوش تپه ملي شل اوریزو سیالیو کې به افغان یونایټډ بانک د عمومي ملاتړي (Title Sponsor)، اتصالات مخابراتي شرکت د وړاندې کوونکي ملاتړي (Presenting Sponsor)، او ملت سټیل د مرستیال مالي ملاتړي (Co-Sponsor) اووسي. 

د غونډې په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د دې مهمو سیالیو په ملاتړ کې یې د دوی رول وستایه. دغه راز د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د یاد شرکتونو استازو ته خپل د کرکټ لباس ډالۍ کړه. د غونډې په لړ کې د دریو واړو شرکتونو مشرانو د افغانستان کرکټ بورډ سره له همکارۍ خوښي وښودله او څرګنده یې کړه چې راتلونکې کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د غوندې په وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان د یادو شرکتونو له استازو سره هوکړه لیکونه امضا کړه او دغه راز له دوی یې مننه وکړه چې په افغانستان کې د کرکټ په پرمختګ کې خپل رول په ښه توګه ترسره کوي.