د ایمرجېنګ او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن په ننګرهار ولایت کې له ۱۹ کلنو د کم عمره او ایمرجېنګ لوبغاړو د لا ډېرې روزنې او چمتووالي په موخه روزنیز او تمریناتي کمپ پیل کړ چې په پایله کې به یې د فټنس، تکړښت، پیاوړتیا او استعداد له مخې د دواړو لوبډلو لپاره مخکښ لوبغاړي غوره شي.
د ایمرجېنګ او د نولس کلنو کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ نن په ننګرهار ولایت کې له ۱۹ کلنو د کم عمره او ایمرجېنګ لوبغاړو د لا ډېرې روزنې او چمتووالي په موخه روزنیز او تمریناتي کمپ پیل کړ چې په پایله کې به یې د فټنس، تکړښت، پیاوړتیا او استعداد له مخې د دواړو لوبډلو لپاره مخکښ لوبغاړي غوره شي.

د دواړو لوبډلو لپاره یاد روزنیز او تمریناتي کمپ نن (د نومبر ۲۳مه) پیل چې د راتلونکي ډسمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ومومي.

له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو په یاد روزنیز کمپ کې ۲۱ لوبغاړي شتون لري چې د دوی له ډلې به یې ۱۵ کسان د یادې کچې لوبډلې ته لاره پیدا کړي چې له بشپړ چمتووالي او روزنې وروسته به په راتلونکي کې د ځینو هېوادونو پر وړاندې لوبې هم ترسره کړي.

د غوراوي کمېټې د غړو په وینا: ((په یادو ۲۱ کسانو کې هغه لوبغاړي شامل دي چې له دې وړاندې یې په ننګرهار کې له هغو روزنیزو او تمریناتي کمپونو څخه غوره شوي وو چې د زونونو او ولایتونو په کچه یې د ۱۶ کلنو او ۱۷ کلنو لوبغاړو له ډلې ډېره او غوره وړتیا له ځانه ښودلې وه او سربېره پر دې پکې د تېر نړیوال جام د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې دوه لوبغاړي هم شتون لري.))

د یادې کمېټې غړي دغه راز وایي، دغه کمپ د لوبغاړو د لا ډېر چمتووالي او تکړښت په موخه پیل شوی چې د لوبغاړو د عمر اندازه هم ورته لومړیتوب لري، ترڅو د ۱۹ کلنو راتلونکي نړیوال جام لپاره داسې کسان ونیسي چې له ټاکلې کچې یې عمرونه زیات نه شي او دغه راز دغه موضوع د کرکټ نړیوالې شورا لپاره هم ډېره حساسه ده.

د غوراوي کمېټې غړي زیاتوي: ((د غوراوي کمېټې د پالیسۍ له مخې په پام کې لري، ترڅو له یادو لوبغاړو داسې یوه پنځلس کسیزه لوبډله رامنځته کړي چې په راتلونکي کې د خپلې کچې د لوبډلو پر وړاندې ډېره پیاوړې او بریاوې راوړونکې وي.))

دغه راز د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو لوبډلې سربېره په یاد ولایت کې د ایمرجېنګ (۲۳ کلنو کم عمره) لوبډلې د جوړښت لپاره هم روزنیز او تمریناتي کمپ پیل شوی چې شا وخوا ۵۰ لوبغاړي پکې شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړي په دې تړاو وايي، په دغو کسانو کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې په دویمه درجه او دریمه درجه سیالیو، د تېر کال د ۱۹ کلنو افغان لوبډله او د کورني کرکټ په نورو لوبو کې غوره ځلېدلي دي.

باید وویل شي چې له یادو ټولو لوبغاړو به د فزیکي تکړښت ازموینه (یو-یو ټېسټ) هم اخیستل کېږي او د یاد روزنیز او تمریناتي کمپ په پایله کې به دواړه لوبډلې د یو بل پر وړاندې پنځه یو-ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.