سولې ساتونکي لوبډلې د خپلواکۍ شل اوریزه جام په خپل نوم کړ

د خپلواکۍ تر نامه لاندې په کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې د سولې اتلانو او سولې ساتونکو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبه ترسره شوه، چې د سولې ساتونکو لوبډلې د ۶۲ منډو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سولې ساتونکو لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، ساتونکو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې ترسره کړې؛ چې د ناصر جمال ۴۷، جاوید احمدي ۴۱، شرف الدین اشرف ۳۰ او منیر کاکړ ۲۴ منډې د یادولو وړ دي.
د سولې اتلانو لوبډلې په ګټه سمیع الله شینواري درې، فرید ملک او افتاب عالم هر یو دوه- دوه او شمس الرحمن یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د هدف ترلاسه کولو په موخه د لوبې په دویمه نیمایي کې د سولې اتلانو لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، دوی د لوبې په ۱۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو به سوځېدو ۱۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۶۲ منډو په توپیر د سولې ساتونکو لوبډلې ته وبایلله.
د اتلانو لپاره په توپ وهنه کې افسر ځاځي ۲۷، ګلبدین نایب ۲۰، عثمان غني او غمي ځدراڼ هر یو ۱۶- ۱۶ منډې ترسره کړې.
د سولې ساتونکو لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې حمزه هوتک، شرف الدین اشرف، سید شېرزاد او یوسف ځاځي هر یو دوه- دوه، عبدالرحمن او حشمت شهیدي هر یو یوه- یوه ویکټ ترلاسه کړه.
د لوبې غوره لوبغاړی شرف الدین اشرف وټاکل شو.