د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ لومړی پړاو پای ته ورسېد

په کابل کې د افغانستان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبغاړو روزنیز کمپ لومړی پړاو چې د بنګله دیش پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د غوره چمتووالي په موخه پیل شوی و؛ نن د ملي لوبډلې پر وړاندې د یوې تمریناتي لوبې په ترسره کولو سره پای وموند.

دغه روزنیز کمپ کې ۲۶ لوبغاړو ګډون درلود او دوه اونۍ یې دوام وکړ چې د کورنیو روزنکو له لوري د لوبغاړو بدني تکړښت ترڅنګ په توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې هم کار ترسره شو.
د یاد کمپ په ترڅ کې د پنځه خپل منځي او یوه د ملي لوبډلې لوبغاړو سره تمریناتي لوبه هم ترسره شوه. د دغه کمپ په پایله کې به د بنګله دیش پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله جوړه شي.
د مشر روزنکي رییس احمدزي په وینا دا کمپ د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د نولس کلنو څخه د کم عمره اسیا جام او د راتلونکي کال نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه هم ترسره شو.

د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې به د بنګله دیش پر وړاندې لوبو ته لوبډله غوره او د یاد روزنیز کمپ دویم پړاو ترسره شي.