د ورو توپ اچوونکو پر مټ مس عینک مهمه بریا ترلاسه کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې د مس عینک زون لوبډلې د یوې جالبې لوبې وروسته د بست زون لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې له لومړۍ ماتې وروسته مهمه بریا خپله کړه.
د ورو توپ اچوونکو پر مټ مس عینک مهمه بریا ترلاسه کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې د مس عینک زون لوبډلې د یوې جالبې لوبې وروسته د بست زون لوبډلې ته د ۳ وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې یې له لومړۍ ماتې وروسته مهمه بریا خپله کړه.

مس عینک زون لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې بست ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د بست زون لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۱۱ منډې جوړې کړې. د دې لوبډلې په ګټه نورعلي ځدراڼ ۴۲ او اعجاز احمدزي ۱۳ منډې ترسره کړې. بلخوا د مس عینک لوبډلې په توپ اچونه کې ضیاء الرحمان اکبر ۵، ظاهر خان او دولت ځدراڼ هر یوه ۲ او محب الله زرمتي یوه وېکټ ترلاسه کړه.

مس عینک زون د بست زون د ۱۱۱ منډو ځواب کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۹ منډې وکړې او له بست زون یې د ۱۰۸ منډو مخکیوالی ترلاسه کړ. د دوی په ګټه رحمان الله ځدراڼ ۷۲، اصغر اتل ۲۷ او غمي ځدراڼ ۲۴ منډې ترسره کړې. د بست په توپ اچونه کې نوید زابلي ۵ او دستګیر خان ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د مس عینک د ۱۰۸ منډو مخکیوالي پسې بست د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان یوازې ۱۸۸ منډې ترسره کړې چې مس عینک لوبډلې ته یې د ۸۱ منډو هدف کېښود. د بست لپاره ناصر جمال ۷۰ او صدیق الله پاچا ۳۴ منډې ترلاسه کړې. د یادونې وړ ده چې د مس عینک په توپ اچونه کې ظاهر خان ۵ وېکټې ترلاسه کړې.

مس عینک یاد هدف د خپلو ۷ لوبغاړو په زیان سره ترلاسه کړ او په درې وېکټو یې بریا خپله کړه. رحمن زرمتي ۳۱ او محب زرمتي ۱۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د مس عینک زون چپ لاسی ورو توپ اچوونکی ضیاء الرحمان اکبر چې په لوبه کې یې د ۷۲ منډو بدل کې ۶ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس روانو سیالیو په دوام به مس عینک زون لوبدله د خپلې دریمې سیالۍ لپاره ننګرهار ولایت ته سفر وکړي چیرته چې د امو زون پر وړاندې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دغه راز به د بست زون لوبډله په خوست ولایت کې د بندامیر زون پر وړاندې خپله دویمه لوبه پیل کړي.