شپږیزه کرکټ لیګ کې د پامیر سفر پای ته ورسېده

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو کې ډیوه ګروپ پامیر زلمي لوبډلې خپله اوومه لوبه امو نهنګانو ته وبایلله او روان لیګ کې یې لوبیز سفر پای ته ورسېده.
شپږیزه کرکټ لیګ کې د پامیر سفر پای ته ورسېده

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سیالیو کې ډیوه ګروپ پامیر زلمي لوبډلې خپله اوومه لوبه امو نهنګانو ته وبایلله او روان لیګ کې یې لوبیز سفر پای ته ورسېده.

د نننۍ لوبې پچه پامیر زلمي لوبډلې وګټله او لومړی یې امو نهنګانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. امو لوبډلې ته احسان جنت په ۳۶ توپونو ۵۴ منډې او اصغر اتل په ۸ توپونو ۲۱ منډې ترلاسه کړې چې ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۳۱ منډې هدف وټاکه. د پامیر زلمو په توپ اچونه کې عثمان غني ځاځي د ۱۳ منډو بدل کې ۳، ابراهیم مسعود د ۹ او زبیح الله سالارزي د ۳۷ منډو بدل کې ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې. 

پامیر زلمي لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د خپلو څلورو ویکټو په تاوان سره یوازې ۱۰۱ منډې ترلاسه کړې او د ۲۹ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د دوی لپاره اسماعیل تره کي په ۲۰ توپونو ۲۴ ناسوځېدلې او محمدلله کریمي په ۲۶ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې خو د ویلو ده چې د امو په ګټه اصغر اتل او جمشېد میرعلي خېل هر یوه د ۱۲-۱۲ منډو بدل کې ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

په اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ کې پامیر زلمي لوبډلې خپلې اته واړه لوبې وبایللې او دغه سیالیو کې یې سفر پرته له کومې بریا پای ته ورسېده. بلخوا امو نهنګان لوبډلې نننۍ بریا سره خپل امتیازونه شپږو ته ورسوله او لا یې هم د مخکې تګ هیلې ژوندۍ دي.

د امو نهنګانو لوبډلمشر احسان الله جنت د نن لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو جایزې. اصغر اتل د لوبې بدلوونکي او ابراهیم مسعود د لوبې د ډوولي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې. د نن ورځې دویمه سیالۍ دا مهال د سپین غر پړانګانو او بندامیر ښامارانو ترمنځ روانه ده.