د سپین غر او بند امیر زون لوبډلو د میرویس نیکه جام پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د کورني کرکټ اړوند د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ د کندهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو روانې دي چې په ترڅ کې یې د مس عینک زون لوبډلې د امو زون ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ خو د سپین غر زون لوبډلې بیا د خپلې دریمې بریا لپاره د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه د سپین غر او بند امیر زون لوبډلو د یادو سیالیو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه پایلوبې ته لاره ومونده چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د کندهار په ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د سپین غر او بند امیر زون لوبډلو د میرویس نیکه جام پایلوبې ته لاره ومونده

د افغانستان د کورني کرکټ اړوند د میرویس نیکه جام درې ورځنۍ سیالۍ د کندهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو روانې دي چې په ترڅ کې یې د مس عینک زون لوبډلې د امو زون ته په ماتې ورکولو سره خپله لومړۍ خو د سپین غر زون لوبډلې بیا د خپلې دریمې بریا لپاره د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دې توګه د سپین غر او بند امیر زون لوبډلو د یادو سیالیو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه پایلوبې ته لاره ومونده چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د کندهار په ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د دغو سیالیو د نهمې لوبې پچه امو لوبډلې د سیالۍ پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه. مس عینک لوبډلې ته په لومړۍ پاڼۍ کې نوید عبید ۱۷۰ منډې وکړې خو خپل لوبغاړي یې یوازې د ۲۷۴ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړل. دغې لوبډلې بیا په دویمه پاڼۍ کې د برکت الله د نیمه سلیزې پر مټ ۲۰۳ منډې جوړې کړې.

د امو زون لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۸۳ منډې ترلاسه کړې او له مس عینک لوبډلې څخه ۹ منډې مخکې شوه، خو بیا یې هم په خپله دویمه پاڼۍ کې د ۱۹۴ منډو هدف ترلاسه نکړی شو او یوازې ۱۲۳ منډې یې جوړې کړې چې په ۷۰ منډو له ماتې سره مخ شوه. د دوی لپاره په لومړۍ پاڼۍ کې حیات الله ناصري ۸۹، خیرالله ۷۸ او ظفر بلخ ۴۹ منډې جوړې کړې خو په دویمه پاڼۍ کې یې عالمزیب په ۲۸ منډو مخکښ توپوهونکی و.

په توپ اچونه کې بیا د امو لپاره په دواړو پاڼیو کې سمیع بلال ۷، روح الله ۶ او محمد ګل ۳ وېکټې ترلاسه کړې وې خو د مس عینک لپاره بیا چپ لاسي ورو توپ اچوونکي عصمت الله حبیبی په دواړو پاڼیو کې ۹ لوبغاړي له ډګره بهر کړي ول چې له امله یې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

سپین غر لوبډلې بیا د دغو سیالیو د لسمې لوبې پچه وګتله او لومړی یې خپله توپوهنه پیل کړه. دغې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږو ویکټو په تاوان سره ۳۴۶ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره لوبډلمشر الله نور ناصري ۱۴۵، عارف خان ۱۰۱ او تمیم سرخرودي ۵۸ منډې ترلاسه کړې. د بست لپاره په توپ اچونه کې عبدالله تره خېل او فرهاد عثمان ۲-۲ ویکټې په خپل نوم کړې.

بست لوبډلې د سپین غر ۳۴۶ منډو پسې د نهو ویکټو په زیان ۲۸۵ منډې ترسره کړې او ۶۱ منډې پوروړې پاتې شوه. د بست لپاره لوبډلمشر عبدالرازق ۹۳، بلال احمد ترین ۹۲ او انصارلله ۲۶ منډې جوړې کړې خو د سپین غر په ګټه عمر امین پنځه او جمیل شینواري دوه ویکټې ترلاسه کړې.

سپین غر لوبډلې له خپل ۶۱ منډو مخکیوالي سره دویمې پاڼۍ کې ۲۳۹ نورې منډې هم ترسره کړې او بست زون ته یې د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه. د سپین غر په توپوهنه کې مجیدعالم ۵۰، الله نور ناصري ۴۳، اکبر موسی زي ۴۲ او حنیف کنړي ۳۰ منډې جوړې کړې. د بست توپ اچوونکو کې محمد نوید کبیر پنځه، فرهاد عثمان او انصارالله هر یوه دوه-دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره رخصت کړل.

د سپین غر په ۳۰۱ منډو هدف پسې بست لوبډلې د لوبې پر دریمه ورځ د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۳ منډې جوړې کړې او د ۲۷ منډو په توپیر یې ماتې ومنله. د بست زون لپاره په توپوهنه کې شریف الله ۶۴، عبدالرازق ۵۷، خیبر ولي ۴۷ او لالي خان ۳۵ منډې ترلاسه کړې. د سپین غر په توپ اچونه کې جمیل شینواري پنځه، عارف خان او عمر امین دوه – دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د سپین غر لوبډلې چټک توپ اچوونکي عمر امین په دواړو پاڼیو کې د اوو وېکټو په ترلاسه کولو سره د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو پایلوبه به د چهارشنبې پر ورځ د سپین غر او بند امیر ترمنځ د کندهار په ملي لوبغالي کې پیل شي.