د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به خپله لومړۍ سیالي د پاکستان د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي.
د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوه

افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په اسیا جام کې د ګډون په موخه نن متحده عربي اماراتو ته روانه شوه، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به خپله لومړۍ سیالي د پاکستان د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې تر سره کړي.

د اسیا ۱۹ کلنو کم عمره سږني جام کې اته لوبډلې برخه اخلي، چې پنځه یې د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو (افغانستان، بنګله دېش، سرېلانکا، هندوستان او پاکستان) لوبډلې دي او کویټ، متحده عربي اماراتو او نیپال لوبډلو د غوراوي پړاو سیالیو څخه ورته لاره پیدا کړې ده. افغان لوبډله د یادو سیالیو په الف ګروپ کې ده چې له پاکستان، هندوستان او متحده عربي اماراتو لوبډلو سره سیالۍ لري. افغان لوبډله خپله لومړۍ سیالي د پنجشنبې په ورځ د افغانستان پر وخت (۹:۳۰بجې سهار) له پاکستان سره کوي، دویمه لوبه د شنبې په ورځ (۹:۳۰ سهار) له متحده عربي اماراتو سره او خپله وروستۍ سیالۍ د دوشنبې په ورځ (۹:۳۰ بجې سهار) له هندوستان سره کوي.

د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له لوبغاړو سره د خدای په امانۍ پر مهال وویل، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله راتلونکي کې مهمې سیالۍ لري او د دواړو ټورنمنټونو لپاره په کابل او ننګرهار کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپونه جوړ شوي وو چې د لوبغاړو پر ډګر ساتنه، توپوهنه، توپ اچونه او تکړښت یې پوره کار شوی دی.

ښاغلي اشرف وویل، ټولو لوبغاړو یو ـ یو ازموینه ورکړې ده او هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې دغه په دغه ازموینه کې بریالي شوي وو او په وینا یې: (( له اوسنۍ لوبډلې هم کرکټ بورډ او هم ولس لوړې هیلې لري او تمه ده چې دغه لوبډله به په دواړو جامونو کې ښې سیالۍ وکړي. دا ځل د کرکټ بورډ په نوښت لوبغاړو ته ځانګړې جایزې هم په پام کې نیول شوي دي. هغه لوبغاړي چې سلیزه ووهي، په یوه لوبه کې پنځه ویکټې واخلي او ښې لوبې وکړي د کرکټ بورډ له  لوري به ځانګړې جایزې ورکول کېږي.))

د کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان هم په خپلو خبرو کې وویل، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د افغانستان د کرکټ راتلونکې ده او هیله لري چې ښه وځلېږي او په دواړو جامونو کې ښې سیالۍ تر سره کړي. د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په ۲۰۱۷ کال د اسیاجام اتلولي ګټلې وه او په پایلوبه کې یې پاکستان ته ستره ماتې ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې د ۱۹ کلنو اسیاجام وروسته افغان لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او هلته به د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي.