د زونونو په کچه د معلولینو ترمنځ شل اوریزه سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري، چې په کونړ ولایت کې د نجیب الله ترکي په نوم د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د معلولیت لرونکو لوبغاړو شل اوریزه لوبې پیل کړي.

یادو سیالیو کې د افغانستان پنځه زونونه (بند امیر، بست، سپین غر، امو او مس عینک) ګډون لري، چې د افغانستان د معلولیت لرونکو ملي لوبډلې لوبغاړي به هم په هره لوبډله کې برخه ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مسؤل احسان الله عبید د یادو سیالیو په اړه وایي: «چې له دغه لوبو څخه به د معلولیت لرونکو ملي لوبډلې ته وړ لوبغاړي غوره کړي، تر څو په راتلونکي کې د افغانستان په استازولۍ د بهرنیو معلولیت لرونکو لوبډلو پر وړاندې لوبې ترسره کړي»

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به د روانې جولای میاشتې په نهمه نېټه په کونړ ولایت کې پیل شي او د همدغې میاشتې په ۱۶مه نېټه به پای ته ورسېږي.