کندهار السعادات لوبډلې کابل زلمیانو ته ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Dec 2020
د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ سیالیو په شپږمه لوبه کې کندهار السعادات لوبډلې سیالې کابل زلمیانو لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په پیل کې د کندهار السعادت لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. کابل زلمیانو لوبډلې د لوبې په پوره ۳۵ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په غورځېدو سره ۲۷۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د۲۷۶ منډو هدف وټاکه.
کابل زلمیانو لوبډلې ته په توپوهنه کې ډیرې ۱۱۷ منډې رحیم منګل، ۴۹ منډې اعجاز احمدزي او ۳۳ منډې ننګیالي جوړې کړې، په داسې حال کې چې د کندهار السعادت لوبډلې رحیم خان، خلیل محمد، عارف خوشال، فرهاد ۲-۲ او نور الله یوه ویکټه تر لاسه کړه.
ورپسې د کندهار السعادت لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه، السعادت لوبډلې د لوبې په ۲۹،۲ اور کې د ۵ ویکټو په غورځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې د کابل زلمیانو له لوبډلې څخه د ۵ ویکټو په توپیر وګټله.
کندهار السعادت لوبډلې ته عارف خوشال ۱۲۴ او نعمان شاه ۸۳ منډې جوړې کړې او د کابل زلمیانو په ګټه عبدالوهاب ۲، جمع سلطاني، ننګیالی، او اعجاز احمدزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځولو.
د کندهار السعادات لوبډلې توپ وهونکی عارف خوشال چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۲۴ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د یادولو وړ ده چې د یادو سیالیو پای لوبه به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې د خوست زلمیانو او کابل زلمیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.