کمال خان بند ساتوونکو کمال خان بند جوړونکو ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کمال خان بند د پرانېستې په ویاړ له کابل وروسته په کونړ ولایت کې یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړه؛ چې په پایله کې یې کمال خان بند ساتوونکي کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
کمال خان بند ساتوونکو کمال خان بند جوړونکو ته ماتې ورکړه

د لوبې پچه کمال خان بند ساتونکي لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، کمال خان بند جوړونکي لوبډلې په لومړۍ نیمایي کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې جوړې کړې او د ۲۱۰ منډو هدف یې د کمال خان بند ساتوونکي لوبډلې ته وټاکه.

د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر رحمن الله ګربز غوره توپ وهنه وکړه او ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې، ترڅنګ یې فرید ملک ۲۳ او ننګیالي خروټي ۲۰ منډې تر سره کړې، چې د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې د طارق ستانکزي او ذبید اکبري هر یو دوه، دوه، فرهاد مومند، باطن شاه او زاهد شیرزاد هر یو یوه، یوه ویکټ اخیستل د یادولو وړ دي.

په دویمه نیمایي کې د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې د هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه او د لوبې په ۱۷ اورونو کې د ۷ ویکټو په غورځېدو یې یاد هدف پوره او کمال خان بند جوړونکي لوبډلې ته یې د درې ویکټو په توپیر ماتې ورکړه، د کمال خان بند ساتونکي لوبډلې په ګټه په توپ وهنه کې اکبر موسی زي ۴۱، شوکت زمان ۳۶، طارق ستانکزي او وحید شفق هر یو ۳۱، ۳۱ منډې ترسره کړې؛ چې د کمال خان بند جوړونکي لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې فرید ملک او امان الله کنړي هر یو درې، درې ویکټې تر لاسه کړې.