بوست دفاعي اتلې بند امیر لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

بوست لوبډلې د احمد شاه ابدالي روانو فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې نن په وروستۍ څلورمه ورځ دفاعي اتله بندامیر لوبډله د ۴ وېکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.
بوست دفاعي اتلې بند امیر لوبډلې ته د ۴ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

بوست لوبډلې د احمد شاه ابدالي روانو فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې نن په وروستۍ څلورمه ورځ دفاعي اتله بندامیر لوبډله د ۴ وېکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه. د بوست لپاره لوبډلمشر منیراحمد کاکړ په ۱۶۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو او د سر په سر دوېم ځل لپاره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه وګټله. وېکټ ساتونکی منیراحمد کاکړ دغه راز په خپله ۲۶مه فرسټ کلاس لوبه کې په دې وتوانېده چې په دغه بڼه کرکټ کې یې ۲ زره منډې هم پوره کړې. بوست لوبډلې د بند امیر دلومړۍ پانۍ مخکیوالي سره سره په دوېمه پاڼۍ کې د توپ اچونې ترڅنګ بهترنه توپ وهنه هم وکړه چې د ۳۰۲ منډو هدف یی د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.