د کرکټ نړیوالې شورا ښاغلی میرویس اشرف په رسمي ډول د افغان کرکټ د مشر په توګه ومانه

د کرکټ نړیوالې شورا له شا وخوا اته میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د جوړې شوې څارونکې کمېټې راپور وړاندې کړ چې پکې ښاغلی میرویس اشرف په افغانستان کې د یادې شورا د رسمي استازي او مشر په توګه پېژندل شوی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا ښاغلی میرویس اشرف په رسمي ډول د افغان کرکټ د مشر په توګه ومانه

د کرکټ نړیوالې شورا له شا وخوا اته میاشتني ځنډ وروسته د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د جوړې شوې څارونکې کمېټې راپور وړاندې کړ چې پکې ښاغلی میرویس اشرف په افغانستان کې د یادې شورا د رسمي استازي او مشر په توګه پېژندل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له ډېرو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېده چې د کرکټ نړیوالې شورا مشرتابه او غړو هېوادونو ته د هغو اندېښنو په تړاو قناعت ورکړي چې د افغانستان د رژیم او کرکټ بورډ مشرتابه له بدلېدو سره د کرکټ له نړیوالې شورا سره پیدا شوې وې.

د کرکټ نړيوالې شورا په پایله کې نن د افغان کرکټ د اوسني مشرتابه هلې ځلې وستایلې او د کرکټ نړيوالې شورا د مشرتابه بورډ لپاره یې میرویس اشرف د افغانستان کرکټ بورډ د رسمي استازي په توګه ومانه.

پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ مشر ښاغلي میرویس اشرف نن ورځ په رسمي ډول د کرکټ نړیوالې شورا د غړو هېوادونو د مشرتابه په ناسته کې د خپل هېواد په استازیتوب ګډون وکړ او له ټولو غړو هېوادونو سره یې په تېره موده کې د افغان کرکټ د ټولو لاسته راوړنو راپور شریک کړ.

ښاغلی میرویس اشرف په دې تړاو وایي: (( له شک پرته دا د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی چې افغان کرکټ به د کرکټ په نړیواله شورا کې د تېر په څېر فعاله وي چې له دې وروسته به د افغان کرکټ د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره لا ډېر ګامونه پورته کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې ‎د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ارزونې کمیټه جوړه شوې وه، چې په پایله کې یې یادې کميټې ته پرون په وروستۍ غوڼده کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي ریيس ښاغلي ميرويس اشرف له لوري د کمېټې ټولو غړو ته قناعت ورکړل شو او ټولو ته یې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې اوسمهال افغان کرکټ او اداره ښه لوري ته روانه او د پرمختګ په حال کې ده چې وروسته بیا یادې کمېټی هم د د نړیوالې شورا د غړو هېوادونو مشرانو ته د ښاغلي میرویس اشرف د تایید او افغان کرکټ بورډ ته د رسمي استازي د نومولو په تړاو راپور وړاندې کړ چې له نېکه مرغه د هغوی له لوري هم ومنل شو او عمومي غونډې ته يې د نوموړي ورتګ رسماً منظور کړ.