د کورني کرکټ پخوانی مدیر له دندې ګوښه کړل شو

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کورني کرکټ پخوانی مدیر هستي ګل عابد د ۲۰۱۸م کال د غازي امان الله خان په لېسټ اې لوبو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او جېب ته اچولو، لوبغاړو ته د پيسو د نه ورکړې او په فساد کې د ښکېلتیا له امله له دندې ګوښه کړل شو.

هستي ګل تر دې مهاله له ادارې سره د ملي روزونکي په توګه دنده ترسره کوله چې له دې وړاندې یې له افغانستان کرکټ بورډ سره د کورني کرکټ د مسوول او په نورو بېلابېلو برخو دندې ترسره کړې دي.

یاده پرېکړه د بشري سرچینو د اصولو د شپږمې مادې پر بنسټ نیول شوې چې پر بنسټ یې باید په فساد او اړوند مواردو کې د ښکېلتیا له امله د ادارې کارکوونکی له دندې ګوښه کېدلی شي.

باید وویل شي چې هستي ګل عابد په خپله هم پر پورته ذکر شوو مواردو اعتراف کړی او په یاد فساد کې ښکېلتیا یې منلې ده.

د یادولو ده چې افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې مبارزې ته په بشپړه توګه ژمن دی او په اداره کې د بشپړې روڼتیا لپاره ورته ګامونه اخیستل اړین او خپل لومړیتوب بولي.