د ایمرجېنګ لوبډله به ډېر ژر رامنځته شي

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې له مخې به په نږدې راتلونکې کې د ایمرجېنګ (له ۲۳کلنو کم عمره) لوبغاړو لوبډله رامنځته شي چې له جوړېدو سره سم به د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له لوبډلو سره چې د کرکټ له ادارو سره یې په تړاو خبرې روانې دي؛ لوبې ترسره کړي.

په یاده لوبډله کې به د تېر نړیوال جام د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې پیاوړي لوبغاړي او هغه لوبغاړي شامل وي چې د داخلي کرکټ په کچه ښه ځلېدلې وي او خپلې وړتیاوې یې ښودلې وي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ ډایرېکټر ښاغلي رییس احمدزي په دې تړاو وویل: ((له شک پرته به یاده لوبډله د ملي لوبډلې ترڅنګ یو ښه غوراوی او ګزینه وي چې په راتلونکي کې به له یادې او الف لوبډلو؛ ملي لوبډلې ته ځوانان د وړتیا او ځلېدلو له مخې لاره ومومي.)) ښاغلي احمدزي همدارنګه زیاته کړه: ((موږ په همدې موخه له اوسه د کرکټ له یو شمېر بهرنیو ادارو سره خبرې پیل کړې، ترڅو د لوبډلې له رامنځته کېدو وروسته ورسره لوبې هم چمتو کړو او داسې لوبغاړي یې له منځه راوباسو چې زموږ اساسی هدف دی.))

د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ دغه چاره په راتلونکي کې د یوې ځوانې ملي لوبډلې د رامنځته کولو په موخه ترسره کوي، ترڅو په نړیوالو ډګرونو کې له ځوان استعداد او انرژۍ ګټه واخلي او له مخې یې هېواد ته لا ډېر ویاړونه راوړي.