د کرکټ روزونکو لپاره د لومړۍ کچې (لېول ون) روزنیز ورکشاپ پیل شو

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د ۳۱ ولایتونو د کرکټ د ۴۰ روزونکو لپاره د لومړۍ کچې (لېول ون) روزنیز ورکشاپ پیل شو چې د روانې نومبر میاشتې تر پنځمې نېټې پورې به دوام ومومي.

یاد ورکشاپ په نظري او عملي توګه هره ورځ په دوه پړاونو کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې د مشرانو روزونکو هر یوه عبدالولي امین او دولت خان احمدزي له لوري د ورکشاپ ګډونوالو ته زده کړې ورکول کېږي.

د لوبې پرمختیا څانګې د مدیر فردوس غني په وینا: ((له دې وړاندې چې د روزونکو لېول ون ورکشاپ پیل کړو، لومړی مو له شا وخوا ۱۲۰ هغو روزونکو سره مرکې کړې چې د روزنې په ایلیمنټري یا پیلیز پړاو ورکشاپ کې یې هم ګډون کړی وو.))

د ښاغلي غني په وینا ((همدارنګه د دغه ورکشاپ ګډونوال ټول هغه کسان دي چې په کورني کرکټ کې لوبغاړي پاتې شوي دي، تر ۱۲ ټولګي پورې زده کړې لري، په انګریزي ژبه پوهېږي او په کورني کرکټ کې یې کوچنګ یا روزنه هم کړې ده.))

نوموړي زیاته کړه، د دوی لپاره منظم لباس، د ورکشاپ ښوونیز مواد او نورې ټولې اړوند اسانتیاوې برابرې شوې دي چې د ورکشاپ له پای ته رسېدو سره به د یاد ورکشاپ ګډونوال ډېر څه زده کړي.

د یادولو ده چې د دغې کچې ټول ګډونوال روزونکي هغه کسان دي چې له دې وړاندې یې په ابتدایي یا پیلیز ورکشاپ کې چې شا وخوا یو کال وړاندې ترسره شوی و؛ ګډون کړی وو.