د سپین غر زون انټر کلب سیالۍ د عباد قریشي کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پراختیایي څانګې اړوند د سپین غر زون د ثبت شویو کلبونو په کچه سیالۍ له ۷۳ ورځو دوام وروسته نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې عباد قریشي کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د سپین غر زون انټر کلب سیالۍ د عباد قریشي کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبې پراختیایي څانګې اړوند د سپین غر زون د ثبت شویو کلبونو په کچه سیالۍ له ۷۳ ورځو دوام وروسته نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې عباد قریشي کرکټ کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د سپین غر زون اړوند انټر کلب سیالیو ته له ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او کوچیانو له انټرکلب سیالیو څخه ټولټال ۱۴ کلبونو لاره موندلې وه چې ترمنځ یې ۱۹ سیالۍ ترسره شوې او له منځه یې څلورو (عباد قریشي، همت سلطان، وایګل او وامه) کرکټ کلبونو د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره موندلې وه چې وامه او عباد قریشي لوبډلو د خپلو سیالانو په ماتولو سره د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره وموندله.

وامه او عباد قریشي لوبډلې د یادو سیالیو په وروستۍ پایلوبه کې نن سهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شول. وامه لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې د خپلو ۷ لوبغاړو په مټ یې په ټاکل شویو ۲۵ اورونو کې ۱۶۹ منډې جوړې کړې. د دوی لپاره نصرت نورستاني ۶۳، عبید شیرزاد ۳۷ او عبدالحق ۲۷ منډې جوړې کړې. د عباد قریشي لوبډلې لپاره ولي آغا او صدیق فضلي ۲-۲، عمران، عبدالله عادل او زبید اکبري یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. 

د عباد قریشي لوبډلې د یاد هدف په ځواب کې ډېره ښه لوبه وکړه او د وامه لوبډلې لخوا ټاکل شوی د ۱۷۰ منډو هدف یې د لوبې په ۱۸م اوور کې یوازې د یوه لوبغاړي په بایللو سره پوره کړ. د دې لوبډلې لپاره زبید اکبري ۹۲، تمیم سرخرودي ۵۴ ناسوځېدلې او اکبر موسی زي ۲۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. زبید اکبري د خپلې هر اړخیزې لوبې په مټ د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. 

د عباد قریشي لوبډلې پیلیز توپوهونکي تمیم سرخرودي په ۴ پاڼیو کې د یوې سلیزې او دوه نیمه سلیزو په مټ د ۱۵۳.۵ منډو په اوسط سره ۳۰۷ منډې جوړې کړې او د یادو سیالیو ترټولو مخکښ توپوهونکی ونومول شو. همدارنګه د همدې لوبډلې چټک توپ اچوونکي ولي آغا سعیدي د ۱۱ وېکټو په اخیستلو سره د سپین غر زون د انټر کلب سیالیو بهترین توپ اچوونکی ونومول شو. زبید اکبري بیا په ۲ پاڼیو کې د ۱۴۰ منډو په جوړولو او ۴ لوبغاړو په سوځولو سره د سپین غر زون د انټر  کلب سیالیو د بهترین لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. 

د یادونې وړ ده چې سپین غر زون د هیواد په کچه لومړی زون دی چې د کلبونو په کچه سیالۍ پکې پای ته رسیږي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د نورو زونونو په کچه د کلبونو ترمنځ سیالۍ هم پای ومومي چې له هغه وروسته به د هیواد په کچه د زونونو د اتلو کلبونو ترمنځ د کلبونو د اتلولۍ جام سیالۍ ترسره شي.