د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې وروستۍ او رسمي نېټه اعلان شوه

دغه ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱م کال نومبر میاشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې د اسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

دا د افغانستان لومړۍ ټېسټ لوبه ده چې د اسټرالیا پر وړاندې به یې ترسره کوي. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی دغه سیالۍ د افغانستان لپاره مهمه ګڼي او زیاتوي چې: "اسټرالیا د کرکټ په نړۍ کې یوه له غوره لوبډلو څخه ده.

دا د دوی پر وړاندې زموږ لومړۍ ټېسټ لوبه ده او زه ډاډه یم چې دا به د دواړو لوبډلو لپاره بهترینه لوبه وي، مونږ دغې سیالۍ ته منتظر یو.

" د یادونې وړ ده چې د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ دغه ټېسټ لوبه ټاکل شوې وه د تېر ۲۰۲۰م کال په پیل کې ترسره شي؛ خو د کرونا ویروسي ناروغۍ د محدودیتونو له امله وځنډول شوه.