د پروان، پنجشېر او کاپیسا خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ استازو په پروان ولایت کې  د پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره کړ.
د پروان، پنجشېر او کاپیسا خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام کې د بېلابېلو رسنیو شاوخوا ۴۰ تنه نارینه او ښځینه خبریالانو ګډون کړی و، چی د کرکټ بورډ اړوند استازو له لوري ورته د کرکټ د مختلفو مهمو موضوعاتو سربېره د کرکټ او کرکټ لوبې د راپور ورکولو په اړه معلومات ورکړل شول.

د یاد پروګرام په لړ کې د پروان ولایت مرستیال والي شاه ولي شاهد، د پروان، پنجشېر او کاپیسا د رسنیزو مرکزونو رییسانو او خبریالانو، د دغې لړۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

دوی په خپلو څرګندونو کې د افغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی د لومړي ځل لپاره یی د یادو ولایتونو خبریالانو لپاره د پوهاوي یو داسې با ارزښته پروګرام په لاره واچوو، چې په پایله کې به یې په یادو ولایتونو کې د کرکټ لوبې په پرمختګ کې د مهم رول لوبولو ترڅنګ، په ذکر شویو ولایتونو کې د کرکټ خبري پوښښ کې هم مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک د ورکشاپ په لړ کې خبریالانو ته په هر اړخیزو مسلکي او تخنیکي برخو رڼا واچوله او د کرکټ بورډ د مشرتابه د لارښوونې سره سم یی په دې ولایتونو کې د ځوانانو او ژورنالستانو لپاره د نورو پلان شویو برنامو زیری هم ورکړ، نوموړي زیاته کړه، چی د افغانستان کرکټ بورډ به د کرکټ پوهاوي په اړه ورته پروګرامونه د نورو ولایتونو خبریالانو لپاره هم ترسره کړي او دغې لړۍ ته به دوام ورکړي.

د ورکشاپ په پای کې ټولو  ګډونوالو خبریالانو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې.