د نجیب تره کي نوي معیاري کرکټ لوبغالي د دویم فیز د جوړېدو چارو هوکړه لیک لاسلیک شو

په ننګرهار ولایت کې د نجیب تره کي کرکټ لوبغالی چې د ۳۵ – ۵۰ زرو پورې د نندارچیانو د ناستي ظرفیت لري، نن د افغانستان د کرکټ بورډ او نور متون ودانیز شرکت مشرتابه ترمنځ د دویمې برخې جوړېدو چارو هوکړه لیک یې په رسمي ډول لاسلیک شو.

د ویلو ده، چې د نور متون ودانیز شرکت د ازاد رقابت له لارې د یادې پروژې ګټونکی شوی و. سربېره پردې د یاد لوبغالي لومړني بنیادي کارونه چې تر یوې کچې سر ته رسېدلي و د دویمې برخې هغه کارونه لکه د لوبغالي ډکون او هوارل، څاه کېندنه، د لوبغالي څلورو خواو ته د ویالو کیندل، د اوبو ذخېره او د چمن جوړول شامل دي.

د یاد لوبغالي د دوېمې برخې جوړونې چارې به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۳ مې نېټې څخه پیل او د ۷ میاشتو په اوږدو کې به یې ټولې چارې په بشپړ ډول سرته ورسیږي د یادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ د انجینرۍ څانګې کاري غړي به د لوبغالي د کارونو لړۍ له نږدې څاري او پر وخت به یې د کرکټ بورډ مشرتابه ته راپور ورکوي.