عزیزالله فضلي د کرکټ مهمو موضوعاتو په اړه خبري ناسته ترسره کړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته د کرکټ ډایرکټر او د لوبغاړو د غوراوي څانګې غړو د معرفي کولو ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
عزیزالله فضلي د کرکټ مهمو موضوعاتو په اړه خبري ناسته ترسره کړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې رسنیو ته د کرکټ ډایرکټر او د لوبغاړو د غوراوي څانګې غړو د معرفي کولو ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.


په دغې ناسته کې عمومي رییس عزیزالله فضلي، اسدالله خان د کرکټ ډایرکټر، میرویس اشرف، نورالحق ملکزی، رشید خان ځدراڼ، عبدالله مزاري او میر مبارز د غوراوي څانګې د غړو په حیث رسنیو ته اعلان کړل.
ښاغلي فضلي خپلو خبرو کې وویل چې د کورني کرکټ برخه کې مو په ټول هېواد کې د کلب لېول(انټرکلب) سیالۍ پیل کړې دي او نږدې راتلونکې کې به د ملي لوبغاړو او د کورني کرکټ د نورو ځوانو لوبغاړو په موجودیت کې د لېسټ اې سیالۍ پیل شي چې دغو سیالیو ته مو مالي ملاتړ هم پېدا کړی دی.


عمومي رییس زیاته کړه:«د افغانستان کرکټ ته په کورنۍ او نړیواله کچه هېڅ ډول ستونزه نشته، د افغانستان په کرکټ او ملي لوبډله باندې د کرکټ نړیواله شورا پوره اعتماد لري».
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي د خبریالانو د پوښتونو ته د ځواب ویلو ترڅنګ وویل، راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام ته ملي لوبډله بشپړ چمتووالی لري او یادو سیاليو کې به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.


د ښاغلي عزیزالله فضلي په وینا چې نوی سرپرست اجرایوي رییس ځوان دی او دوی سره په مشوره ټاکل شوی دی او په وینا یې چې نوموړی له کرکټ سره د بلدتیا ترڅنګ د لوړو زده کړو درلودونکی هم دی.
د ناستې په پای کې ښاغلي فضلي دا هم وویل چې ډېر ژر به د کرکټ بورډ غړي (میمبران) هم دغې ادارې ته وپېژندل شي.


د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس له لوري نصیب خان د دغې ادارې د سرپرست اجرایوي ریییس په حیث وټاکل شو.