ګلبدين په شپږيزه کې د بوست ساتونکو ته لومړۍ بريا ور په برخه کړه

د بوست ساتونکو لوبډلمشر د ۹۱ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره او په توپ اچونه کې يې ۳ لوبغاړي وسوځول، چې خپلې لوبډلې ته يې په شپږيزه ليګ کې لومړۍ بريا ور په برخه او د امو نهنګانو لوبډلې ته يې په ۱۵ منډو ماته ورکړه.
ګلبدين په شپږيزه کې د بوست ساتونکو ته لومړۍ بريا ور په برخه کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۸مه سيالۍ کې د عارف عظيم بوست ساتونکي او د ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلې په کابل لوبغالي کې مخامخ شوې.

د لوبې په پيل کې پچه د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نایب وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د بوست ساتونکو له لوري که څه هم کمزورې توپوهنه پيل شوه، خو د لوبډلمشر ګلبدين نايب سره د حشمت الله شهيدي او دروېش رسولي په ملګرتيا دوی ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې وکړې. د دوی له ډلې ګلبدين نايب ۹۱، حشمت الله شهيدي ۳۳ او دروېش رسولي ۲۷ منډې وکړې.

د امو نهنګانو له لوري ضيا الرحمن شريفي ۳ او روښان بارکزي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۷۷ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ۳۵، منير احمد ۳۰، عثمان غني ۲۵ او رحمت شاه ۲۳ منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري ګلبدين نايب ۳، ضيا الرحمن اکبر ۲، نصرت الله او مسلم موسی ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلبدين نايب ته ورکړل شوه، چې د ۹۱ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه او په توپ اچونه کې يې بيا د ۲۲ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د شپږيزې کرکټ ليګ په اتمه سيالۍ او بوست ساتونکو په خپله دریمه سيالۍ کې لومړۍ بريا خپله او دوه نومرې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د ۹مې سيالۍ لپاره به ماسپښين ۱:۳۰ بجه د وزيرزي مس عينک اتلان او د سپين غر زمريان مېدان ته کوز شي.