بست ساتونکو خپلې اوه واړه ګروپي سیالۍ وګټلې

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو د ګروپي سیالیو پر وروستۍ ورځ لومړۍ لوبه کې افلاک فیضي بست ساتونکي د فضل الحق فاروقي، احمدضیاء ځلاند، ضیاء اکبر او حسن عیسی خېل په ښکلې لوبې ایوبي کابل بازان لوبډلې ته د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او خپله اوومه بریا یې خپله کړه.

افلاک فیضي بست ساتونکو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې ایوبي کابل بازانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. کابل لوبډلې په ۱۹.۱ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې او د ۹۹ منډو هدف یې وټاکه. د دوی لپاره وحیدالله علي په ۲۰ توپونو ۲۱ او رحمان الله ځدراڼ په ۲۰ توپونو ۱۹ منډې ترسره کړې. د ویلو ده چې د بست ساتونکو توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي د ۱۰ منډو، احمدضیاء ځلاند د ۱۶ منډو او ضیاء اکبر د ۲۱ منډو بدل کې هر یوه ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ایوبي کابل بازانو ۹۹ منډو هدف پسې که څه هم د بست ساتونکو پیل ښه نه و او یوازې ۱۷ منډو کې یې خپل درې مهم لوبغاړي له لاسه ورکړه خو د حسن عیسی خېل په زړه پورې لوبې دغه لوبډله بریا ته ورسوله. د بست په ګټه حسن عیسی خېل په ۵۲ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې او افسر ځاځي په ۲۰ توپونو ۱۶ منډې جوړې کړې. د ایوبي کابل بازانو لپاره په توپ اچونه کې حسیب الله لکڼوال د ۱۳ منډو او محمدنبي د ۲۰ منډو بدل کې ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

د بست لوبډلې ځوان توپوهونکي حسن عیسی خېل د لوبې د غوره او زیاتو شپږیزو، حسیب الله لکڼوال د لوبې د ډوولي او فضل الحق فاروقي د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

بست ساتونکي لوبډلې په نننۍ بریا سره د لوبډلو د درجه بندۍ نوملړ کې لومړی مقام ونیوه چې له مخې به یې سبا سهار له سپین غر پړانګانو سره لومړۍ کوالیفایر سیالۍ ترسره کړي. د ویلو ده چې د لومړي کوالیفایر ګټونکې لوبډله به مخامخ پایلوبې ته لاره وکړي او بایلونکې لوبډله به د الیمنېټور لوبې ګټونکي لوبډلې سره دویم کوالیفایر ترسره کړي.