افغانستان د بلال سیدي د غوره لوبې پر مټ بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ د ځوانانو ټېسټ لوبه ترسره شوه، چې په کې افغانستان د بنګله دېش لوبډله د درې ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.
افغانستان د بلال سیدي د غوره لوبې پر مټ بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ د ځوانانو ټېسټ لوبه ترسره شوه، چې په کې افغانستان د بنګله دېش لوبډله د درې ویکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړه.


د دغې لوبې پچه بنګله دېش نولس کلنو څخه کم عمر لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه، دوی په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو ویکټو په غورځېدو ۱۶۲ منډې جوړې کړې؛ چې د مولا ۳۹، افتخار حسین ۳۷ او د مهروب ۲۸ منډې د یادولو وړ دي، د افغانستان لپاره بیا بلال سمیع پنځه، اظهار الحق نوید څلور او کامران هوتک یوه ویکټ ترلاسه کړه.


افغان لوبډلې بیا د خپلې لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه پیل کړه او د ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره  یې۲۸۱ منډې جوړې کړې، چې د بنګله دېش د لومړۍ پاڼۍ له منډو یې ۱۱۹ منډې مخکې والی ترلاسه کړ؛ د افغانستان په ګټه بلال سیدي ۱۱۴، کامران هوتک ۶۶ او فېصل خان احمدزي ۳۹ منډې ترسره کړې.


د بنګله دېش لوبډلې د خپلې دویمې پاڼۍ په ترسره کولو سره د ټولو ویکټو په غورځېدو ۲۲۸ منډې جوړې کړې، دوی ته دا ځل نبیل ۷۶، مولا ۴۰ او مهروب ۳۰ منډې ترسره کړې، دا چې دوی ته د افغانستان د لومړۍ پاڼۍ ۱۱۹ منډې پاتې د هغې له خلاصولو سره افغان لوبډلې ته یې د ۱۱۰ منډو هدف وټاکه؛ په افغان توپ اچونکو کې اظهار الحق نوید څلور، بلال سمیع درې، ننګیال خروټي دوه او ذاهدالله سلیمي یوه ویکټ ترلاسه کړه.


د افغانستان ځوانې لوبډلې د ټاکلي هدف ترلاسه کولو په موخه خپله دویمه پاڼۍ توپ وهنه پیل کړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو یې ټاکلی هدف پوره او د بنګله دېش لوبډلې ته یې د درې ویکټو په مټ ماتې ورکړه؛ د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې بلال سیدي ۵۴ او کامران هوتک ۲۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.
بلال سیدي د غوره توپ وهنې پر مټ د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.


د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د لومړي ځل لپاره د ځوانانو په کچه رسمي ټېسټ لوبه ترسره کړه او بنګله دېش یې له ماتې سره مخ کړ.