بند امیر زون لوبډلې د میرویس نیکه جام درې ورځنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

د میرویس نیکه جام درې ورځنیو سیالیو پایلوبه د تېرې چهارشنبې په ورځ د بند امیر او سپین غر لوبډلو ترمنځ د کندهار ولایت په ملي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې په څلورمه ورځ د بند امیر لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د سپین غر زون لوبډلې ته په ۲۶ منډو ماتې ورکړه او د دویم پړاو میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د پایلوبې پچه د سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د بند امیر لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ونکړه او ټوله لوبډله په ۲۱۵ منډو له ډګره بهر شوه. د دوی لپاره لوبډلمشر اصف موسی‌زي یو ځل بیا ښه توپوهنه وکړه او ۷۲ منډې یې جوړې کړې. د سپین غر زون لپاره عمر امین ۵، دل آغا او فرهاد مومند هر یوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د سپین غر لوبډلې هم په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ښه توپوهنه ونکړه او یوازې په ۱۷۸ منډو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل. د بند امیر لپاره خلیل احمد ډېره ښه توپ اچونه وکړه او د سپین غر لوبدلې ۶ لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. په دې سره سپین غر لوبډله د بند امیر زون ۳۷ منډې پوروړې شوه، دغې لوبډلې د ۳۷ منډو سربېره په خپله دویمه پاڼۍ کې د زبیر احمدي د سلیزې پر مټ ۳۲۳ نورې منډې هم جوړې کړې او سپین غر لوبډلې ته یې د ۲۷۰ منډو هدف وټاکه.

د سپین غر لوبډلې لپاره په دویمه پاڼۍ کې بلال سعیدي ۹۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، د نوموړي ترڅنګ عابد محمدي او اکبر موسی‌زي هم نیمه سلیزې جوړې کړې خو بیا هم د دې لوبډلې ټولو لوبغاړو په ۳۴۳ منډو خپلې وېکټې له لاسه ورکړې او په ۲۶ منډو یې ماتې ومنله. د بند امیر لپاره عرفان الله ساپي ۴، فرمان الله، خلیل احمد او پرویز امین ۲-۲ لوبغاړي له ډګره بهر کړل.

خلیل احمد په پایلوبه کې د ۸ وېکټو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر اصف موسی‌زی په ۱۰ پاڼیو کې د یوې سلیزې او ۴ نیمه سلیزو پر مټ د ۶۶ منډو په اوسط سره ۵۹۴ منډې جوړې کړې او د سیالیو تر ټولو غوره توپوهونکی ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ د سپین غر لوبډلې چټک توپ اچونکی فرهاد مومند بیا په ۶ پاڼیو کې د ۲۰ وېکټو په ترلاسه کولو سره د سیالیو د غوره توپ اچوونکي جایزه ترلاسه کړه.

د میرویس نیکه جام د درې ورځنیو سیالیو په پای ته رسېدو سره په روان کال کې د کورني کرکټ پنځم ستر ټورنمنټ هم پای ته ورسېد چې له دې وروسته به د کورني کرکټ تر ټولو سترې شل اوریزې سیالۍ، شپږیزه کرکټ لیګ او له هغه وروسته د زونونو په کچه د لیسټ اې او فرسټ کلاس سیالۍ ترسره شي.