بند امیر لوبډلې بوست ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د بندامیر لوبډلې، بوست لوبډلې ته د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه چې په دې سره یې د روانو سیالیو لومړنۍ بریا خپله کړه.

د لوبې له پیلېدو وړاندې پچه د بند امیر لوبډلې وګټله چې بوست لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. بوست لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۳۵ اورونو په لوبولو سره د ټولو ویکټو په سوځیدو سره ۸۹ مندې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۹۰ منډو هدف وټاکه.

بوست ته په توپوهنه کې منیر احمد تر ټولو ډېرې ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، په داسې حال کې چې بند امیر ته په توپ اچونه کې حمزه هوتک ۳، نجات مسعود او وقار سلام خېل ۲-۲ او کریم جنت یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې بند امیر لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه. بند امیر لوبډلې د لوبې په ۱۸ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ او له سیالې لوبډلې څخه یې د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

بندا میر ته په توپوهنه کې عمران جنت او دروېش رسولي ۱۹-۱۹ حشمت الله شهیدي ۱۷ او حضرت الله ځاځي ۱۴ منډې جوړې کړې. بوست ته په توپ اچونه کې یمین احمدزي ۲، محمد علم او عبدالباقي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې دغه یو ورځنۍ سیالۍ په کندهار کرکټ لوبغالي کې د پنځو زونونو د لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د دویمې لوبې په ترڅ کې به یې سبا سپین غر زون د مس عینک زون لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.