افغانستان کرکټ بورډ: د کرکټ اسټرالیا له لورې د ټېسټ لوبې ځنډول د درک وړ دي

دا چې د کورونا وبا لا هم د نړۍ لپاره يو ستر ګواښ دی او پر کرکټ يې هم ژور اغېز کړی نو له همدې امله دغه کار د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د درک وړ ده چې د کرکټ اسټرالیا بورډ د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ لوبه چې د روان زېږدیز کال په ډسمبر مياشت کې د اسټراليا په پېرت لوبغالي کې کېدونکې وه؛ تر بلې نېټې ځنډولې ده.

پر همدې بنسټ د افغانستان کرکټ بورډ هيله لري، ترڅو د حالاتو په عادي کېدو سره د اسټراليا هېواد پر وړاندې ياده تاريخي او مهمه لوبه ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۱۷م کال کې د ټېسټ بڼې له مقام ترلاسه کولو راهيسې څلور ټېسټ لوبې ترسره کړې چې له ډلې يې له بنګلادېش او ايرلنډ هېوادونو بريا خپله کړې؛ هندوستان او ویسټ انډیز ته يې لوبې بايللې دي.