ډیلې فرېش بند امیر ښامارانو د ۷۶ منډو په توپیر بریا خپله کړه

د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۷مه (ایلیمینېټر) لوبه کې نن د ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په پایله کې یې ښامارانو د ۷۶ منډو په توپیر له سیال لوري بریا خپله او په دې سره یې د دویم کوالیفایر پړاو ته لاره وموندله.

د یادې لوبې په پیل کې پچه د ډېوه ګروپ بست ساتونکو وګټله چې لومړی یې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

پر همدې بنسټ په توپوهنه کې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو ته لوبډلمشر اصغر افغان ډېره ځلېدونکې توپوهنه وکړه او د لوبې تر پایه په ډګر کې پاتې شو چې په پایله کې د ۲۰ اورونو په پای ته رسېدو سره په ۹۵ ناسوځېدلو منډو له ډګره بهر شو.

د افغان سربېره حضرت الله ځاځي ۴۹، عثمان غني ۴۲ او ابراهیم ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې چې په پایله کې یې د دوه ویکټو په تاوان له سیال لوري په ټولو شلو اورونو کې ۲۳۲ منډې ترلاسه کړې. په داسې حال کې چې په توپ اچونه کې بست ساتونکو ته امیر حمزه او وقارالله اسحاق یوه-یوه ویکټ واخیسته.

له توپ اچونې وروسته د ډېوه ګروپ بست ساتونکي د سیال لوري د هدف پوره کولو په موخه یو په بل پسې ډګر ته راښکته شول، خو د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو هدف یې ترلاسه نه کړ.

د ډېوه ګروپ بست ساتونکو لپاره کریم جنت ۶۰، احسان الله ۲۱ او عمران جنت ۱۶ منډې وکړې او نورو لوبغاړو یې یو په بل پسې ویکټې له لاسه ورکړې.

باید وویل شي چې ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د نن لوبې د بریا په خپلولو سره د اتصالات شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتلسمې لوبې یا (دویم کوالیفایر) پړاو ته لاره وموندله چې سبا ماسپښین ۱:۰۰ بجه به د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې لوبه وکړي او ګټونکې لوبډله به د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومومي.

پر همدې بنسټ د دغې لوبې د سټایلېش لوبغاړي جایزه میرویس اشرف او د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لوبډلمشر اصغرافغان ته ورکړل شوه.