امو زون د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د میرویس نیکه جام د درې ورځنیو سیالیو اتمه لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د لوبې په دریمه ورځ د امو زون لوبډلې د ۱۸۱ منډو په توپیر سره د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.
امو زون د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه

د میرویس نیکه جام د درې ورځنیو سیالیو اتمه لوبه د امو او بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د لوبې په دریمه ورځ د امو زون لوبډلې د ۱۸۱ منډو په توپیر سره د بست زون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د کندهار په قریشي لوبغالي کې پیل شوه، بست لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه، امو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د عالم زېب د ۹۴، اعجاز احمد ۴۴، عبدالهادي ۳۸ او د حیات الله ناصري د ۳۲ منډو پر مټ ۲۸۷ منډې جوړې کړې. د بست لپاره بشیراحمد ۳، محمد نوید کبیر او نظیف الله ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

بست لوبډلې خپله لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړل. د دوی لپاره علي احمد ۸۲ او جاوید سلیمانخېل ۲۰ منډې ترسره کړې. د امو په ګټه محمد ګل عليزي، ابراهیم ساپي، حیات الله او روح الله هر یوه دوه-دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.

امو زون ته د لوبې په دویمه پاڼۍ کې اعجاز احمد ۶۷، حیات الله ۳۷ او عبدالهادي ۱۹ منډې جوړې کړې، ټوله لوبدله په ۱۵۸ منډو له ډګره بهر شوه او په دې سره یې بست لوبډلې ته د ۳۰۰ منډو هدف وټاکه. د بست په ګټه محمد نوید کبیر ۶ او نظیف الله ۲ ویکټې ترلاسه کړې. د امو لوبډلې د ۳۰۰ منډو هدف پسې د بست لوبډلې لپاره که څه هم علي احمد ۲۶ او جاوید سلیمانخیل ۵۴ منډې جوړې کړې خو بیا یې هم خپل ټول لوبغاړي یوازې په ۱۱۸ منډو له لاسه ورکړل او د ۱۸۱ منډو په ستر توپیر سره یې سیالي وبایلله. د امو په ګټه محمدګل علیزي ۵، ابراهیم ساپي او خیر محمد ۲-۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. د امو لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمدګل دواړو پاڼیو کې ۷ ویکټې ترلاسه کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.