امو زون پرلپسې دویمه بریا خپله کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې د امو زون لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې پرلپسې دویمه ستره بریا خپله کړه.
امو زون پرلپسې دویمه بریا خپله کړه

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په لړ کې د امو زون لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته د مس عینک زون لوبډلې ته د یوې پاڼۍ او ۱۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې پرلپسې دویمه ستره بریا خپله کړه.

امو زون د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې خپله توپوهنه پیل کړه. امو زون لوبډلې په خپله توپوهنه کې د اعجاز احمد ۹۳، صدیق اتل ۷۸، عبدالمالک ۷۰، حیات الله ناصري ۵۷ او خالد زاهدي ۴۱ منډو پر مټ ۳۹۸ منډې ترسره کړې. بلخوا د مس عینک لپاره په توپ اچونه کې ظاهر خان ۵، ضیاء الرحمن اکبر او خلیل ګربز ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د امو زون د ۳۹۸ منډو ځواب کې مس عینک زون په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۱۰۳ منډې ترسره کړې او ۲۹۵ منډې پوروړي پاتې شوه. دوی ته یوسف شاه ۳۹ او ظاهر خان ۱۶ منډې جوړې کړې. د امو زون په ګټه جمشېد خان ۵ او ذهیب خان ۲ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

امو زون له لومړۍ پاڼۍ په پای کې د ۲۹۵ منډو د مخکېوالي اخیستو وروسته فالو ان پلي کړ او مس عینک لوبډلې ته یې بیا ځلې د توپوهنې بلنه ورکړه. مس عینک لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې هم د ټولو لوبغاړو په زیان د امو لوبډلې پور پوره نکړ او یوازې ۱۶۳ منډې ترلاسه کړې چې له مخې یې د یوې پاڼۍ او ۱۳۲ منډو په توپیر ماته وخوړه. یوسف شاه په دویمه پاڼۍ کې هم ښه توپوهنه وکړه او دا ځل یې ۶۱ منډې جوړې کړې. د امو لوبډلې په توپ اچونه کې شفیق الله غفاري ۷، جمشېدخان، عبدالرحمن او محمدګل هر یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د امو زون لیګ بریکر توپ اچوونکي شفیق الله غفاري چې په دواړو پاڼیو کې یې ۷ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادوونې وړ ده چې د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په ترڅ کې به امو زون د بندامیر زون پر وړاندې راتلونکې چهارشنبه خوست کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.