امو نهنګانو د کابل بازان مات کړل

د شپږيزې په ۱۰مه لوبه کې د امو نهنګانو او کابل بازانو لوبډلو له لوري په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې شوه، چې ابراهيم ځدراڼ د لوبې په وروستي اور کې هېټريک وکړ او امو نهنګان يې بريا ته ورسول.
امو نهنګانو د کابل بازان مات کړل

د شپږيزې کرکټ ليګ ۱۰مه لوبه کې په کابل لوبغالي کې د کابل بازانو او ډېلي فرېش امو نهنګانو لوبډلې مخامخ شوې. د لوبې په پيل کې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر اصغر افغان وګټله او لومړی يې د امو نهنګانو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د امو نهنګانو له لوري ابراهيم ځدراڼ او عثمان غني په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې دواړو د ۱۲۵ منډو ملګرتيا وکړه. ابراهيم ځدراڼ د روان شپږيزه کرکټ ليګ تر ټولو زياتې ۹۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز عثمان غني ۵۱ او ميروېس اشرف ۲۷ منډې وکړې.

امو نهنګانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۱۸۶ منډې وکړې او ۲ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل. همدا راز د کابل بازانو له لوري عبدالله مزاري او کریم جنت ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۸۷ منډو د هدف په تعقيب کې د کابل بازانو له لوري هم په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې شوه، چې اصغر افغان ۷۸، کریم جنت ۲۷ او حضرت الله ځاځي ۲۵ منډې وکړې. خو د لوبې په وروستي اور کې ابراهيم ځدراڼ توپ اچونې ته راغی، چې د وحيد الله شفق، محمد ابراهيم او عبدالله مزاري ويکټې يې پرلپسې واخيستې او په روان شپږيزه لیګ کې يې لومړی هېټريک ترسره کړ، همدا راز امو نهنګانو ته يې بريا هم ور په نصيب کړه.

کابل بازانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې وکړې، چې په ۴ منډو يې لوبه وبايلله.

د امو نهنګانو له لوري ابراهيم ځدراڼ او ميروېس اشرف ۳-۳، ابراهيم ساپي او شاپور ځدراڼ ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا ابراهيم ځدراڼ ته ورکړل شوه، چې د ۹۶ منډو ناسوځېدلې توپوهنه يې ترسره کړه او همدا راز هېټريک يې هم وکړ.

دا د امو نهنګانو او کابل بازانو څلورمه لوبه وه، چې امو نهنګانو دويمه بريا خپله کړه او کابل بازانو بيا لومړۍ ماته وخوړله.

نن به په دويمه او د شپږيزې کرکټ ليګ په ۱۱مه لوبه کې ماسپښين ۱:۱۵ بجه د پاراګان بند امير ښاماران او د سپين غر زمريان لوبډلې مېدان ته کوزې شي.