افغان نولس کلنه لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا اړوند د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه په کربین هېوادونو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شي چې د فبرورۍ میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به دوام ومومي. 
افغان نولس کلنه لوبډله په نړیوال جام کې ګډون کوي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا اړوند د نولس کلنو لوبغاړو په نړیوال جام سیالیو کې برخه اخلي. ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه په ویسټ‌ انډیز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شي چې د فبرورۍ میاشتې تر ۴مې نېټې پورې به دوام ومومي. 

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله د یادو سیالیو په دریم ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پاپو نیو ګیني لوبډلو سره مخ کېږي. د دغو سیالیو په لړ کې به افغان لوبډله د جنورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د زمبابوې پر وړاندې د ترینداد او ټوباګو ټاپو په ډیګو مارټن لوبغالي کې مخ شي. 

د افغان ځوانانو لوبډله به خپله دویمه سیالي هم په همدې لوبغالي کې د جنورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه د پاپو نیو ګیني لوبډلې پر وړاندې وکړي، خو په لومړي پړاو کې به خپله وروستۍ سیالي د همدې ټاپو په براین لارا کرکټ روزنځای کې د پاکستان پر وړانډې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د افغان لوبډلې په ګډون به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې د یادو سیالیو له پیل وړاندې ۲-۲ تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي چې د جنورۍ میاشتې له ۹مې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې ترسره شي. 

افغان نولس کلنه لوبډله د یادو سیالیو لپاره لا له وړاندې په چمتووالي بوخته ده چې ګڼ شمېر تمریناتي کېمپونه یې ترسره کړل او هم یې د بنګله دېش د نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالیو لپاره یاد هیواد ته سفر وکړ. افغان ځوانانو که څه هم د کوربه بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ۳-۲ وبایلله خو په یوازېنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې یې بیا ستره بریا خپله کړې وه. 

هیواد ته د افغان لوبډلې له راتګ سره سم، د افغانستان کرکټ بورډ یادې لوبدلې ته بل تمریناتي کمپ برابر کړ چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر سیالۍ ترسره شوې. اوسمهال هم د راتلونکو سترو سیالیو لپاره د لا غوره تیاریو په موخه د افغان نولس لوبډلې تمریناتي کمپ دوام لري لري چې له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په ننګرهار ولایت کې پیل شوی دی او ټاکل شوې ده چې ۱۵ نورې ورځې به هم دوام ومومي. 

د روزونکو په وینا چې په یادو تمریناتي کمپونو کې د لوبغاړو په هر اړخیزو مهارتونو کار کیږي چې د تمریناتو په پای کې به د راتلونکي اسیا جام او نړیوال جام سیالیو ته غوره لوبډله وټاکل شي چې په دواړو سترو ټورنمنټونو کې به د هېواد ښه استازیتوب وکړي.