افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې خپله دویمه بریا خپله کړه

افغان ملي لوبډلې د روان کال په شل اوریز نړیوال جام کې په خپله درېیمه لوبه کې نمیبیا ته ستره ماتې ورکړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه.
افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې خپله دویمه بریا خپله کړه

افغان ملي لوبډلې د روان کال په شل اوریز نړیوال جام کې په خپله درېیمه لوبه کې نمیبیا ته ستره ماتې ورکړه. د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او خپله یې توپوهنه پیل کړه.
د ملي لوبډلې پیلیزو توپوهوونکو ښه پیل وکړ او په پاور پلای(Power Play) کې د ۵۳ منډو ملګرتیا وکړه. حضرت الله ځاځي د ۲ شپږیزو او څلورو څلوریزو پر مټ په ۲۷ توپو ۳۳ منډې وکړې او وسوځېد. د ځاځي له سوځېدو وروسته رحمن الله ګربز د محمد شهزاد ملګرتیا ته راغی، خو په اتو توپونو یې یوازې څلور منډې وکړې او جان نیکول لوفټي ایټن له لوري له ډګره بهر کړای شو.
 

اصغر افغان چې نن یې وروستۍ نړیواله لوبه وه، په نننۍ لوبه کې یې د یوې شپږیزې او درې څلوریزو پر مټ په ۲۳ توپونو ۳۱ منډې وکړې او د جان نیکول لوفټي ایټن په توپ مایکل وان لینګین له لوري کېچ اوټ شو.
محمد شهزاد هم نن په ۳۳ توپونو د دوو شپږیزو او درې څلوریزو پر مټ ۴۵ منډې وکړې او په دې سره یې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپلې منډې له ۲۰۰۰ پورته کړې. شهزاد نن په ۶۸ نړیوالو شل اوریزو لوبو کې خپلې منډې ۲۰۱۱ ته پورته کړې او لومړنۍ افغان لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې خپلې منډې ۲زرو ته رسوي.
لوبډلمشر محمد نبي په نننۍ لوبه کې په ۱۷ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې پر مټ ۳۲ ناسوځېدلې چټکې منډې وکړې. افغان لوبډلې په شلو اورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې وکړې او سیالې لوبډلې پر وړاندې یې د ۱۶۱ منډو هدف کېښود.

د نمیبیا په توپ اچوونکو کې جان نیکول لوفټي ایټن ۲، روبین ټرمپمن ۲ او جوهانس جوناتن سمیټ د یوه افغان لوبغاړي ویکټ واخیسته.
افغان توپ اچوونکو نن یو ځل بیا ښه توپ اچوونه وکړه او د نمیبیا لوبغاړي یې ډېرو منډو جوړولو ته پرې نه‌ښودل. نوین الحق په خپل لومړي اور کې د نمیبیا د پیل توپوهونکی کریګ ویلیمز له مخې پورته کړ.

حمید حسن په خپلو څلورو اورونو کې یوازې ۹ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي یې د سیالۍ له ډګره رخصت کړل. ګلبدین نایب هم په خپلو څلورو اورونو کې یو اور مېډن کړ، دوه لوبغاړي یې پلیون ته ستانه کړل او ۱۹ منډې یې ورکړې. راشدخان هم په څلورو اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او یو لوبغاړی یې له مخې پورته کړ. نوین الحق په څلورو اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول. نمیبیا د ۹ لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اورونو کې یوازې ۹۸ منډې وکړې او لوبه ترې افغان لوبډلې د ۶۲ منډو په لوی توپیر وګټله.
د نمیبیا په توپوهوونکو کې ډیویډ وایس ۲۶، جان نیکول لوفټي ایټن ۱۴، ګیرارډ ایراسموس ۱۲ او روبین ټرمپمن په ۹ توپونو ۱۲ منډې وکړې.
د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی نوین الحق شو، چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې سوځولي وو؛ خو نوموړي خپله جایزه اصغر افغان ته ډالۍ کړه.


ټاکل شوې ده  افغان لوبډله خپله راتلونکې سیالۍ د چهارشنبې په ورځ (نومبر ۳مه) د هندوستان پر وړاندې تر سره کړي. دغه سیالي د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې په ابوظبي کې ترسره کېږي.