د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس د ننګرهار له والي سره لیدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس ښاغلي نظیم جار عبدالرحیمزي نن د ننګرهار ولایت له والي ښاغلي ضیاءالحق امرخېل سره لیده کاته وکړه چې د ناستې په ترڅ کې يې د یاد ولایت په بهسودو کرکټ لوبغالي کې د شته خنډونو د هوارولو په تړاو خبرې اترې وکړې.
د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس د ننګرهار له والي سره لیدنه وکړه

د ننګرهار پر بهسودو کرکټ لوبغالي له تېرې شا وخوا یوه-نیمې میاشتې راهیسې کار روان دی چې د لومړي پړاو رغنیزې (د ډکولو او هوارولو) چارې به یې تر راتلونکو درې-څلور اونیو پورې بشپړې شي او ورپسې به په دوامداره ډول د دویم او دریم پړاو چارې هم پیل شي.

د کرکټ بورډ ادارې سرپرست اجراییه رییس ښاغلي عبدالرحیمزي په دغه ناسته کې د بهسودو کرکټ لوبغالي کې له اړوند ادارو سره د یو لړ ستونزو او خنډونو رامنځته کېدو د حل غوښتنه وکړه چې ښاغلي امرخېل ورسره د هر ډول همکاریو او د ستونزو د حل ژمنه وکړه.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ننګرهار والي ښاغلی امرخېل اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې چارې له خنډ او ځنډ پرته په چټک ډول ترسره کړي.

ښاغلي امرخېل د کرکټ بورډ د سرپرست اجراییه رییس له لوري د وړاندیزونو اورېدو وروسته ډاډ ورکړ چې کرکټ د افغانانو د راټولېدو او خوښیو یوازېنۍ لوبه ده نو په چارو کې یې باید هیڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي او ټولې چارې یې په ښه او غوره کیفیت ترسره شي.

په دغه ناسته کې په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل، د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي، د جلال اباد ښاروال او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود.

د یادولو ده چې په یاده ناسته کې د هېواد او ننګرهار په کچه د کرکټ پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.