له سوپرکولا شرکت سره اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ له سوپرکولا ملي شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د ملاتړ په موخه اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ چې د دواړو ادارو مشران یې یوه ستره لاسته راوړنه بولي.
له سوپرکولا شرکت سره اوږدمهاله قرارداد لاسلیک شو

افغانستان کرکټ بورډ له سوپرکولا ملي شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د ملاتړ په موخه اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ چې د دواړو ادارو مشران یې یوه ستره لاسته راوړنه بولي.

دغه قرارداد نن د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي مشر ښاغلي نصیب خان او د سوپرکولا کمپنیو ګروپ عمومي رییس ښاغلي الحاج محمد لطیف قناویزیان ترمنځ په هرات ولایت کې لاسلیک شو چې په ترڅ کې یې دواړو لوریو د یاد قرارداد د لاسلیک له امله مننه وکړه او په وینا یې، ملي لوبډله پر موږ ټولو حق لري چې باید له دې لا ډېر مالي ملاتړ یې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان د یاد قرارداد د لاسلیک پر مهال چې مراسم یې د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونو په دفتر کې ترسره شول، وویل: ((له ټولو ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو مننه کوم چې نن د دې مجلس برخه دي او په ځانګړي ډول د سوپرکولا له مشرتابه د زړه له تله مننه کوم چې له ملي لوبډلې یې د اوږدمهال لپاره مالي ملاتړ وکړ.))

د نوموړي په وینا، له شک پرته دا يوه ستره لاسته راوړنه ده چې د یوه ملي او وطني شرکت سپانسر او لوګو په سینه ولرو او له لارې یې نړیوالو ته د افغانستان تولیدات ورپېژنو. بايد ووايم چې د سوپر کولا پیسې هم بېځایه نه ځي، بیرته دوی ته راځي، ځکه خپله لوبډله یې ده چې څومره لګښت کوي، پخپله لوبډله يې کوي.

سربېره پر دې د سوپرکولا کمپنیو ګروپ عمومي رییس ښاغلي الحاج محمد لطیف قناویزیان هم د یاد قرارداد د لاسلیک په اړه خوښي وښوده او څرګنده یې کړه: ((له کلونو راهیسې د ملي لوبډلې پرله پسې بریاو او ویاړونو له شک پرته افغانانو ته ډېره خوښي ورکړې ده او همېشه د دوی د سرلوړۍ لامل شوي دي. پر همدې بنسټ د سوپرکولا شرکت دا ویاړ لري چې د تل په څېر د خپلو هېوادوالو د غوره استازو مالي ملاتړ وکړي او دا یو ستر ویاړ بولي، ترڅو له دغې ورزشي ټولنې سره یو ځای واوسي او هیله لرم چې دغه ملګرتیا تر ډېره پورې دوام ومومي.))

د نوموړي په وینا، رښتیا هم افغان لوبډله د ټولو افغانانو لوبډله ده او له شک پرته هر مهال یې له هېواده غوره استازولي کړې ده، زه له نورو پانګوالو او سوداګرو هم هیله کوم چې له خپلې ملي لوبډلې لا ډېر مالي ملاتړ وکړي او له همدې لارې یې په ښه ډول وهڅوي.

په دغه ناسته کې چې د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنعت خونې په دفتر کې ترسره شوه یو شمېر نورو ملي پانګوالو او سوداګرو هم ګډون درلود، دوی هرات ولایت ته د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له ورتګ هرکلی او مننه وکړه او دغه راز یې په راتلونکي کې له افغان لوبډلې د لا ډېر ملاتړ ژمنه او تعهد وکړ او همدارنګه یې ملي لوبډلې ته د لا ډېرو بریاو هیله څرګنده کړه.

باید وویل شي چې په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د ملي لوبډلې د لوبغاړي حمزه هوتک له لوري د یاد شرکت مشر او پانګوالو ته لاسلیک کړی بېټ، توپونه او لباسونه د ډالیو په توګه وسپارل شول.

د یادونې وړ ده چې په دغه قرارداد کې د ۲۰۲۳ کال د کورني کرکټ د مهمو سیالیو شپږیزې او لېسټ اې په ګډون د تېر شل اوریز نړیوال جام، د سریلانکا سفر، د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې او دغه راز د ۲۰۲۳ اسیا جام لوبې په بېلابېلو کټګوریو کې شاملې دي.