د کرکټ اسیايي شورا د غړو هېوادونو ترمنځ ناسته ترسره شوه

د کرکټ اسیايي شورا د غړو هېوادونو ترمنځ یاده ناسته په بحرین هېواد کې ترسره شوه چې د نورو غړو هېوادونو ترڅنګ پکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف او همدارنګه اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان ګډون درلود.

د کرکټ اسیایي شورا په دغې ناسته کې د اجنډا د نورو ټکو سربېره د افغانستان کرکټ پر لا ډېر ملاتړ او پرمختګ خبرې وشوې او ټولو غړو یې په یو اواز له افغان کرکټ خپل ملاتړ اعلان کړ او ورسره یې د بودیجې سلنه هم لوړه کړه.

باید وویل شي چې له دې وړاندې به افغانستان کرکټ بورډ ته د کرکټ اسیایي شورا د لوبیزو عوایدو ۶ سلنه بودیجه ورکول کېدله چې په یاده ناسته کې دغه اندازه ۱۵ سلنې ته لوړ کړل شوه چې افغان کرکټ بورډ ته به له دې وروسته ورکول کېږي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په دغه ناسته کې د پاکستان، هندوستان او نورو اسیايي هېوادونو له مشرانو سره پر دوه اړخیزو لوبلړیو هم خبرې اترې وکړې چې پایله به یې ډېر ژر په نږدې راتلونکي کې اعلان شي.

سربېره پر دې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه له دوو نورو هېوادونو سره هم د افغانستان په کوربه توب د نوولس کلنو کم عمره ځوانانو د درې اړخیزه سیالیو په اړه خبرې وکړې چې په یاد تړاو به هم د سیالیو نېټې ډېر ژر اعلان شي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ اسیايي شورا ورته ناستې د اړوند هېوادونو ترمنځ د کرکټ د پرمختیا، له یو بل سره د راتلونکو لوبلړیو، د یادې شورا د بودیجې او راتلونکو پلانونو په تړاو ترسره کېږي.