د افغان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو تنظیمونکې کمېټه جوړه شوه

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې له مخې، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ (APLT20) د راتلونکي یا دویم پړاو سیالیو د چارو د پر مخ وړلو تنظیمونکې ځانګړې کمېټه جوړه شوه.

یاده کمېټه به د افغان شل اوریز غوره لیګ د ټولو مقدماتي او لومړنیو چارو تنظیم پر غاړه ولري چې ورپسې به د یاد لیګ له راتلونکو اړوند لوریو سره خبرو ته زمینه برابره او سربېره پر دې د څارنې مسوولیت پر غاړه ولري.

باید وویل شي چې د یادې کمېټې لپاره د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمېټې اوسنی مسوول ښاغلی میرویس اشرف، د کرکټ عملیاتي څانګې مسوول ښاغلی عبدالولي امین، د لوبې پرمختیایي څانګې مسوول ښاغلی حاجي احمد شاه، ښاغلی محمد همایون شهاب، د عمومي رییس سلاکار ښاغلی محمد ظریف عباسي او د مالي څانګې مسوول ښاغلی محمد سلام افغان ټاکل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو لوبې د ۲۰۱۸ز کال د اکټوبر په ۵مه نېټه د پنځو لوبډلو(ننګرهار ليپرډز، کندهار نایټس، پکتیا پنترز، کابل ځوانان او بلخ ليجينډز) ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې دوام وموند چې په ټوله کې پکې ۲۳ لوبې وشوې او اتلولي یې د اکټوبر په ۲۴مه بلخ لینجنډز لوبډلې ګټلې وه.