ښاغلي فضلي د کرکټ اسیایي شورا په سرمشریزه کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي پرون د نورو اسیایي هېوادونو د مشرانو په شتون کې د کرکټ اسیایي شورا په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي فضلي د کرکټ اسیایي شورا په سرمشریزه کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي پرون د نورو اسیایي هېوادونو د مشرانو په شتون کې د کرکټ اسیایي شورا په سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړ.


په ټوله کې په دغه ناسته کې د ټولو راتلونکو پروګرامونو په ځانګړي ډول د اسیا کپ یا جام او د یادې شورا د نورو پرمختګونو  په تړاو خبرې اترې وشوې.


په یاده سرمشریزه کې د افغان کرکټ د اوسني وضعیت په اړوند هم خبرې وشوې چې په ترڅ کې یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي ټولو غړو هېوادونو ته په ډېر تفصیلي او غوره ډول معلومات وړاندې کړل.


ښاغلي فضلي په دغه ناسته کې د افغان کرکټ د اوسنیو فعالیتونو، لوبو او پروګرامونو سربېره د افغان کرکټ د راتلونکو اهدافو او پرمختګونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل او په وینا یې، د افغان حکومت اوسني مشرتابه هم ورسره د هر ډول مرستې ټټر ډبولی دی.


فضلي دغه راز وویل، زموږ له ټولو اوسنیو پرمختګونو او لاسته راوړنو افغان ملت هم ډېر خوشحاله دی او موږ هڅه کوو چې د دوی د لا ډېرو خوښیو لپاره لا ډېر فعالیتونه وکړو او په افغانستان کې به د کرکټ د پرمختګ او رایجولو لپاره هم له هیڅ ډول هڅو ځان ونه سپموو.


سربېره پر دې د دغې ناستې په حاشیه کې د کرکټ اسیایي شورا له نورو غړو هېوادونو سره هم ناستې وشوې او ښاغلي فضلي پکې غړو هېوادونو ته د هغوی د شته اندېښنو او پوښتنو په تړاو بشپړ معلومات شریک کړل چې په پایله کې یې ټولو هېوادونو د افغان کرکټ د وضعیت په تړاو خوښي څرګنده کړه.


دغه راز باید وویل شي چې د کرکټ اسیایي شورا غړو هېوادونو هم له افغان کرکټ بورډ سره د هر ډول مرستو او همکاریو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ اسیايي شورا سرمشریزه په کال کې یو ځلې او یا هم د اړتیا په صورت کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې ټول غړي هېوادونه د خپلو بورډونو په تړاو معلومات او پرمختګونه شریکوي او ستونزو او خنډونو ته پکې حل لارې موندل کېږي.