د افغان کرکټ عمومي مشر د دغې ادارې د  ټولو څانګو له مدیرانو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د ویډیو کنفرانس له لارې د دغې ادارې د ټولو څانګو له مدیرانو سره په ښه توګه د شپږیزې ترسره کېدو، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ، د راتلونکو سیالیو پروګرام او د ښځینه کرکټ په تړاو خبرې او سپارښتنې وکړې.
د افغان کرکټ عمومي مشر د دغې ادارې د  ټولو څانګو له مدیرانو سره ناسته وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي نن د ویډیو کنفرانس له لارې د دغې ادارې د ټولو څانګو له مدیرانو سره په ښه توګه د شپږیزې ترسره کېدو، د افغانستان شل اوریز غوره لیګ، د راتلونکو سیالیو پروګرام او د ښځینه کرکټ په تړاو خبرې او سپارښتنې وکړې.

ښاغلي یوسفزي د ناستې په پیل کې د ادارې له ټولو مدیرانو او کارکوونکو مننه وکړه چې د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لپاره یې ډېر هلې ځلې وکړې چې په پایله کې يې دغه پړاو په ډېره ښه توګه او بریا سره ترسره شو.

همدارنګه نوموړي د غازي امان الله خان جام د راتلونکو لېسټ اې سیالیو د غوره ترسره کولو او مدیریت په اړه خبرې وکړې او اړوند څانګې ته یې دنده وسپارله، ترڅو د یادو سیالیو لپاره بشپړ چمتووالی ونیسي او په ښه توګه یې ترسره کړي.

ښاغلي یوسفزي پر دې سربېره د کرکټ نړیوالې شورا څخه له افغان کرکټ سره د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه د بودیجې د ډېرېدو وړاندیز ته هم اشاره وکړه او ترڅنګ یې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د ترسره کېدو پر امکاناتو هم بحث وکړ او اړوند کمېټې ته یې دنده وسپارله، ترڅو د دوه اونیو په موده کې ورته بشپړ راپور وړاندې کړي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((دا چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د افغان کرکټ لپاره له لومړیتوبونو حسابیږي نو باید موږ له ټولو امکاناتو په ګټې اخیستو سره کوښښ وکړو، چې سږ کال د یاد لیګ دویم پړاو لوبې ترسره شي، له هغه پرته د راتلونکي کال لپاره باید ورته بشپړ چمتو واوسو.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس د پوهنې وزرات په تدریسي نصاب کې د کرکټ مضمون شاملولو او همدارنګه د ښځینه کرکټ پرمختګ او پیاوړتیا ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې، د کرکټ نړیوالې شورا او اسیايي شورا د غوښتنو له مخې، باید موږ د انجونو یوه پیاوړې لوبډله ولرو چې اداره دغې برخې ته ځان ژمن بولي.

سربېره پر دې ټول خصوصي روزنځایونه د کرکټ  اصولو او قوانينو رعایتولو په موخه د کرکټ بورډ ادارې سره د ثبت او راجسټر کلبونو پر مواردو او په ټوله کې د افغان کرکټ د لا ډېرې پرمختیا، لوبغاړو ته د اسانتیاو برابرولو، د تمریناتي کمپونو چمتو کولو او د لوبغاړو پر تکړښت خبرې وشوې چې د اړوند څانګو له مدیرانو سره یې د افغان کرکټ عمومي مشر له لوري سپارښتنې شریکې شوې.

 دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ کرکټ ډایرېکټر ښاغلي رییس احمدزي له لوري هم د لوبغاړو د تکړښت، فټنس، د راتلونکو لوبلړیو او په ټوله کې د کرکټ د پرمختګ لپاره د راتلونکو پلانونو په تړاو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ته معلومات وړاندې شول.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي په پای کې وویل: ((د افغان کرکټ د لا ډېرې پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لا ډېر کار ته اړتیا ده نو د ټولو څانګو له مدیرانو غوښتنه کېږي چې د پلانونو له مخې خپلې ټولې چارې په خپل وخت سره ترسره او ټولې سپارښتنې عملي کړي.))

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د څانګو مدیرانو د ناستې په پای کې له عمومي مشر مننه وکړه، چې وخت په وخت یې ورسره ټولې چارې تعقیب کړې او ژمنه یې وکړه چې له پلان سره سم به ټول کارونه په ښه توګه ترسره او ورسپارل شوې سپارښتنې عملي کړي.