د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس د شارجه کرکټ کونسل له مشرانو سره ولیدل

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي رییس ښاغلي حامد شینواري د شارجه کرکټ کونسل له مشرانو هر یو د شارجه کرکټ اعلی سرپرست عبدالرحمن بوخاطر، د شارجه کرکټ کونسل چیرمین عیسی هلال الحزمي او د متحده عربي اماراتو کرکټ بورډ غړي ولید بوخاطر سره لیدنه ترسره کړه، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کرکټ په بېلابېلو برخو کې هوکړې ترسره کړې.

ښاغلي حامد شینواري او د شارجه کرکټ کونسل مسؤلینو په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا او د مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې اترې وکړې.

په دغه ناسته کې همدا راز د راتلونکو لوبو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ته د شارجه کرکټ لوبغالي د ورکولو او د ملي لوبغاړو د ویزو د ستونزو د حل په تړاو خبرې وشوې.

د شارجه کرکټ کونسل مسؤلینو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې له دې وروسته د افغانستان کرکټ بورډ کولی شي د ملي لوبډلې ټولې نړیوالې لوبې په خپل کوربتوب په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي او هغوی ټینګار وکړ چې د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو د ویزو ستونزو د حل په برخه کې به هم لازمه همکاري وکړي. 

همدارنګه هغوی په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې د شارجه کرکټ کونسل به د افغانستان کرکټ بورډ ته په یاد کونسل کې یو ځانګړی دفتر هم ورکړي.

د شارجه کرکټ کونسل چارواکو افغانستان کرکټ بورډ  ته په اړینو برخو کې د همکارۍ لېوالتیا وښوده. د شارجه کرکټ اعلی سرپرست ښاغلي عبدالرحمن بوخاطر زیاته کړه: «خوښ یم چې د افغانستان کرکټ په تېرو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې او په راتلونکې کې ورته د لا نورو بریاو هیله لرم.» نوموړي همداراز وویل چې شارجه کرکټ کونسل به د افغانستان کرکټ سره د پخوا په څیر خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. 

په پای کې ښاغلي شینواري د شارجه کرکټ کونسل مشرانو ته کابل ته د راتګ بلنه ورکړه؛ چې د شارجه کرکټ اعلی سرپرست عبدالرحمن بوخاطر هم په ورین تندي دغه بلنه ومنله او ژمنه یې وکړه چې په یو مناسب وخت کې به یاد سفر ترسره کړي.