غفاري د ښې توپ اچونې پر مټ کابل اتلولۍ ته ورساوه

د افغانستان کورني کرکټ وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې کابل لوبډلې د شفیق الله غفاري د غوره توپ اچونې او یونس احمدزي ښې توپ وهنې پر مټ د اتو ویکټو په توپیر د خوست ب لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه سیالیو د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د دغه لوبې پچه د کابل لوبډلې وګټله او خوست ب لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. خوست ب لوبډلې د لوبې په ۴۳.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۴ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۱۵ منډو هدف وټاکه؛ په توپ وهنه کې د خوست ب لوبډلې لپاره عابد الله تڼیوال ۵۸، صابر ګربز۳۹، مسعود ګربز ۳۳ او اکبر علي ۲۴ منډې ترسره کړې. د کابل لوبډلې توپ اچونکو کې شفیق الله غفاري پنځه، سید منیب دوه، سید نصرت، محب الله زرمتي او شفیع الله عالم زي هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د لوبې په دویمه نیمایي کې د هدف ترلاسه کولو په موخه د کابل لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او د دوه لوبغاړو په سوځېدو د لوبې په ۳۲ اورونو کې وتوانېدل چې یاد هدف پوره او خوست ب لوبډلې ته د ماتې ورکولو ترڅنګ د دغه سیالیو د اتلولۍ جام پورته کړي. د کابل لپاره په توپ وهنه کې یونس احمدزي ۶۸ ناسوځېدلې، امان الله رفیقي ۶۰، ضیا الحق ۵۶ او محمد سردار ۲۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې؛ چې د خوست ب لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې یوازې خلیل ګربز او نعمت الله ځدراڼ هر یو یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

شفیق الله غفاري د غوره توپ اچونې پر مټ د پای لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

په پای کې د فاریاب لوبډلې لوبغاړی زاهد زاخېل د سیالیو غوره لوبغاړی، د خوست ب لوبډلې لوبغاړی خلیل ګربز غوره توپ اچونکی، د خوست ب لوبډلې لوبغاړی نصیر احمد غوره توپ وهونکی او د کابل لوبډلې لوبغاړی محب الله زرمتی د یادو سیالیو ایمرجینګ لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د تېرې مارچ میاشتې په ۱۸ مه نېټه پیل او نن د کابل لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.