د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله بنګله دېش ته روانه شوه

د افغانستان کرکټ نولس کلنو څخه کم عمره ملي لوبډله د بنګله دېش له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره د پنځو یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ لوبې ترسره کېدو په موخه بنګله دېش هېواد ته روانه شوه

افغان ځوانانو یادو لوبو ته په پلازمېنه کابل کې شاوخوا درې پړاوه روزنیز کمپونه ترسره کړي او له غوره چمتوالي سره به د سیالې لوبډلې پروړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي

د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست عمومي رییس ښاغلي عزیز الله فضلي د لوبغاړو له سفر وړاندې له هغوی سره د مخه ښې ناسته ترسره کړه، ښاغلي فضلي لوبغاړو ته په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ او ټول افغان ولس د ملاتړ ډاډ ورکولو ترڅنګ لوبغالي ته له افغاني روحیې سره په ښکته کېدو ټینګار وکړ او افغان ځوانان یې وهڅول چې د بنګله دېش پروړاندې لوبو کې د افغانستان ښه استازولي ترسره کړي تر څو هېوادوالو ته خوښي ور په برخه کړي

 د یادونې وړ ده چې دغه لوبې رسمي بڼه لري او راتلونکي اسیا او نړیوال جامونو لپاره به د لوبغاړو په لا غوره چمتوالي کې مهم رول ولوبوي