ACB

افغانستان او نړیوال جام

Author : عبدالله خان پکتانی

د کرکټ نړیوال جام د ۱۳۹۷ روان لمریز کال د مرغومي په پنځمه له متحده عربي اماراتو، هېواد ته له راوړل کېدو وروسته د دغې میاشتې په اتمه غرمه مهال بیرته د اماراتو پر لوري ولېږدول شو.

افغانستان ته د یاد جام په راوړل کېدو سره په ټول هېواد کې جشنونه او اتڼونه وشول او سربېره پر دې هېوادوالو د کرکټ له چارواکو او ملي لوبغاړو زیات هرکلی وکړ، دوی دغه راز هیله څرګنده کړه چې ملي اتلان یوه ورځ د یاد جام په ګټلو سره خپلو هېوادوالو ته ویاړ وروبښي.

د کرکټ نړیوال جام په لومړۍ ورځ کابل ته راوړل شو؛ په کابل کې د یوې ورځې پاتې کېدو په درشل کې ولسمشرۍ ماڼۍ، د دارالامان تاریخي ماڼۍ او دغه راز ملي ټلویزیون ته د نندارې په موخه یوړل شو. چې افغان ولسمشر، د مشرانو جرګې رییس، لوبغاړو، د افغانستان کرکټ بورډ غړو او د کرکټ مینوالو یې ننداره وکړه، دویمه ورځ یې د بامیانو تاریخي ولایت کوربه و چې په دغه ولایت کې هم د غلغلې هوټل او بودا بت سیمې ته ولېږدول شو.

بامیانو کې یې هم د یاد ولایت د خلکو، والي او چارواکو له لوري تود هرکلی وشو او د کرکټ چارواکي او ملي لوبغاړي یې ډېر بدرګه کړل.

دریمه ورځ دوه تاریخي او لرغونو ولایتونو هرات او کندهار ته د نندارې په موخه ولېږدول شو. د هرات په اختیارالدین کلا، جامع جومات، ولایت مقام او د مولانا جلال الدین بلخي تالار کې د خلکو له لوري ننداره شو چې په هرات ښار کې ځای پر ځای ورته د کرکټ مینوال غونډ شوي وو، ورپسې په کندهار کې د  ولایت مقام تالار، خرقې شریفې او ستر احمدشاه بابا زیارتونو کې نندارې ته وړاندې او د خلکو له لوري وکتل شو.

خلکو په دې اړه ډېرې هیلې څرګندې کړې، له جام او ملي لوبغاړو یې په بېلابېلو سیمو کې بدرګه وکړه او په وینا یې د هغې ورځې په هیله دي چې اتلان یې یوه ورځ دغه جام د تل لپاره خپل هېواد ته راوړي.

د کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي عزیزالله فضلي له دغه جام څخه د هېوادوالو د بدرګې په اړه ډېره خوښي څرګنده کړه او په وینا یې زموږ هېوادوال له ټولو مصروفیتونو او ستونزو سربېره بیا هم خپلو لوبغاړو ته دومره مینه ورکړه چې حتی زه یې تصور نه شم کولی او له ټولو ډېره مننه او ستاینه کوم.

هغه زیاته کړه: (( د هېواد له جلالتماب ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني، چارواکو او د ولایتونو له چارواکو نیولې تر عام وګړو او ټولو هېوادوالو له نړیوال جام تود هرکلی وکړ او په دې سره موږ او ټولو لوبغاړو ته بې کچې مینه راکړه چې موږ یې منندوی یو او هیله من یم چې یو ورځ دغه ستر ویاړ خپلو هېوادوالو ته وروبښو او دغه جام دغه راز د سولې پیلامه هم شي.))

 هغه دغه راز وویل، ورزش او کرکټ د سولې پيغام دی او افغانان تر هرڅه وړاندې سولې او یووالی ته ډېره اړتیا لري چې په دغې پدیدې سره به یوه ورځ انشاءالله سوله هم ټینګه شي او هیله د افغان کرکټ هم یوه ورځ د همېشه لپاره د دغه ستر ویاړ کوربه وي او د افغانستان نوم په زرینو کرښو ولیکل شي.

په څلورمه او وروستۍ ورځ په کرکټ بورډ کې په بریا سره د نړیوال جام نندارې مراسمو او د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د بشپړېدو په اړه عمومي ناسته ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د یادې ادارې اجراییه رییس ښاغلي شفیق الله ستانکزي د ادارې ټولو کارکوونکو ته وینا وکړه.

ښاغلي ستانکزي وویل، نن ډېر خوښ یم چې ۲۰۱۸ کال د افغانستان کرکټ بورډ لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و او دغې ادارې پکې په نړیواله کچه ډېر پرمختګ وکړ او خپلو هېوادوالو ته یې ډېرې خوښۍ وروبښلې او دا دی نن د نړیوال جام د راوړلو کوربانه یو.

نوموړي زیاته کړه: ((د افغانستان کرکټ بورډ اداره یوه له پاک ترینو او منظمو ادارو ګڼل کېږي چې پکې کار یو ویاړ دی او موږ ټول باید په دې وویاړو چې د دې ادارې کارکوونکي یو او دغه اداره د هېواد او همدا راز په نړیواله کچه د بېلګې په ډول یادیږي او دومره لاسته راوړنې لري چې زموږ جلالتماب ولسمشر یې هم په نړیوالو غونډو کې د یوې بېلګې په توګه یادوي.))

ښاغلي ستانکزي همدارنګه وویل، په دغه کال کې د افغانستان ملي لوبډلې بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ماتې ورکړې او افغان کرکټ نړۍ حیرانه کړې وه، همدا لامل دی چې نن افغانستان په شل اوریزو لوبو کې اتم او په یو ورځنیو لوبو کې ۱۰ مقام لري او دغه راز مو په همدې کال کې د کرکټ نړیواله شورا وهڅوله چې نړیوال جام د افغانستان په دوره هم راولېږي چې له دې لارې مو وکړای شول، څو نړیوالو ته د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړو.

هغه زیاته کړه: (( په دغه کال کې مو د افغانستان شل اوریز غوره لیګ هم ترسره کړ چې یوه ښه لاسته راوړه وه، نړیوال جام ته مو په همدې کال کې لاره وموندله او له ټولو شل اوریزو لوبو مو ټولې په خپل نوم کړې او دغه راز نورې ډېرې لاسته راوړنې مو هم درلودې.))

د یادې ناستې په پای کې د کرکټ نړیوال جام بیرته د متحده عربي اماراتو په لوري ولېږدول شو چې په راوړلو سره یې خلکو ته ډېرې خوښۍ ورکړې.

افغانستان ته د نړیوال جام ګټې

نړیوال جام د کرکټ په نړۍ کې هغه مشهور نوم دی چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې خپلو ملکونو ته د راوړلو تږي دي، په ځانګړي ډول هغه هېوادونه چې خلک یې له کرکټ سره بېسارې ډېره مینه لري او یا هم د یادې شورا غړي هېوادونه دي، همېشه په دې هڅه کوي چې د خپلو لوبغاړو په مټ د هېواد نوم د نړۍ په کچه وځلوي او دغه جام ترلاسه کړي. افغانستان د کرکټ په ډګر کې شتمن هېواد دی چې په ډېر کم وخت کې یې بې سارې لاسته راوړنې او بریاوې درلودې.

افغانستان د کرکټ په ډګر کې د نړۍ مشهورو هېوادونو ته ماتې ورکړې، خلک یې حیران کړل او دغه راز یې د ډېرو هېوادوالو او نړیوالو زړونه وګټل. افغانستان اوسمهال د کرکټ له برکته د کرکټ نړۍ شتمن هېواد بلل کېږي او افغان لوبغاړي د نړۍ په بېلابېلو لوبغالو کې د خپل هېواد بیرغ رپوي، د خلکو زړونه ګټي او د افغانستان او د دوی نومونه د خلکو پر ژبو ګرځي، نو دا ټول هغه لاملونه دي چې د کرکټ نړیوال جام یوځل بیا افغانستان ته راوړل شو او خوښۍ یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوې.

افغانستان له دې وړاندې هم په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال جام کوربه و. یوځل بیا د ۲۰۱۹ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د مشهور جام کوربه و. د ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوالو لوبو کې یوازې لس هېوادونه لوبې کوي، چې له نېکه مرغه افغانستان هم د کرکټ نړیوالې شورا  د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په توګه دغو سیالیو ته لار موندلې، هو دا د ویاړ خبره ده چې افغانستان د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی، هو افغانستان دغه ویاړ خپل کړی دی.

دغه نړیوال جام یوازې د نړۍ مشهورو او د ګوتو په شمېر هېوادونو ته لېږدول کیده چې افغانستان هم له دغې ډلې یو و. د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام له متحده عربي اماراتو عمان، امریکا،  ویسټ انديز، سریلانکا، پاکستان، بنګلادېش، نیپال، هندوستان، نیوزلنډ، اسټرالیا، سویلي افریقا، کینیا، روانډا، نایجریا، فرانسې، بلجیم، هالنډ او جرمني هیوادنو له ډلې ځینې هیوادنو ته وړل شوی او یو شمیر هغو ته وړل کیږي چې دا دی افغانستان ته هم راوړل شو او له دغې سترې خوښۍ  برخمن شو.

 دغه ستره لاسته راوړنه او خوښۍ به د افغانستان لپاره ډېرې ګټې ولري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:

۱- لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه، د افغانستان لپاره د ویاړ ځای دی چې د یاد نړیوال جام برخه دی او افغانستان ته راوړل شو.

۲- دغه راز زموږ هېوادوالو وکولای شول چې دغه جام له نږدې وګوري او په اصطلاح د جام راوړلو مینه به یې پرې ماته کړه.

۳- دغه راز یاد جام د افغانستان هغو ولایتونو ته یوړل شو، چې اوسېدونکی یې له کرکټ سره ډېر نه دي بلد، چې پر مټ یې دوی کرکټ ته وهڅول شول او له دې لارې به د افغانستان کرکټ بورډ نوي کادرونه او استعدادونه وموندي.

۴- سربېره پر دې به په دې کار سره زموږ د لوبغاړو روحیه لاپسې پياوړي شي او د جام د ګټلو لپاره به خپلې هلې ځلې لاپسې ډېرې کړي، څو جام په خپل نوم ثبت کړي.

۵- همدارنګه په یاد جام د افغانستان کرکټ بورډ لوګو هم ولګول شوه چې د افغانستان د غوره هویت په برخه کې ستر رول لوبوي.

۶- د افغانستان نوم به یو ځل بیا د هغو هېوادونو په منځ کې وځلیږي چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ورته وړل شوی دی.

۷- د یادولو ده چې دغه راز د یاد جام په راوړل کېدو سره د افغانستان د لرغونو سیمو، اباداتو، فرهنګ او عنعناتو  په اړه نړیوالو ته یو غوره انځور وړاندې شو.

۸- پر افغانستان د نړیوالو د باور زیاتېدو، امنیت او ثبات په برخه کې یې هم غوره رول ولوبوه، ځکه افغانستان ته د دغه جام راوړل کېدل، د یوه امن، سوله ییز او باثباته افغانستان ښکارندويي کوي.

سربېره پر دې نورې لسګونه او حتی سلګونه ګټې لري. باید وویل شي چې د افغانستان کرکټ بورډ همېشه د خپلو هېوادوالو د خوښیو لپاره کار کوي او تر دې چې یوه ورځ به انشاءالله دغه نړیوال جام د خپلو لوبغاړو پر مټ هېواد ته راوړي او د افغانستان نوم به د هغو هېوادونو په نوملړ کې شاملوي چې نړیوال جامونه یې ګټلي دي.

د یادولو ده چې دغه جام د چهارشنبې پر ورځ د (د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي ۵مه) افغانستان ته راوړل شو چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد پر بامیان، هرات او کندهار ولایتونو وګرځول شو چې له هغه وروسته  بیرته د همدې میاشتې په۲۹مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ولیږدول شو.

د یو ورځنۍ لوبو د دغه نړیوال جام لوبې به د افغانستان په ګډون د نړیوالې شورا د ۱۰ هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د می میاشتې له ۳۰ نېټې پیل او د جولای تر ۱۴مې نېټې پورې به دوام ولري او هیله ده چې افغانستان په دغو لوبو کې ښه وځلیږي.