ACB

لرغوني هرات کې هم کرکټ د ټولو لپاره په بریا ترسره شو

Author : د رسنیو او بازار موندنې څانګه

هرات د افغانستان په لوېديځ کې پروت ګڼ مېشتی او دغه راز د هېواد په کچه درېيم لوی ښار بلل کيږي چې بېلابېل قومونه پکې ژوند کوي. دغه تاريخي او لرغونی ولایت د علم او ادب له پلوه یو له مخکښو ښارونو شمېرل کېږي.

خلک یې له هنر، ادب، علم او ورزش سره بې کچې مينه لري او کېدای شي په هر کور کې یو ادیب او ورزشکار شتون ولري.

هرات ولایت، د ارګ ( اختیارالدين کلا)، خواجه عبدالله انصاري مقبرې، خرقې مبارکې جومات،  ګوهرشاد بېګم مقبرې، پل مالان او ګڼو نورو تاريخي ارزښتونو له امله په نړۍ کې ښه نوم لري او وخت ناوخت ګڼ سيلانيان د دې ښار او تاريخي ځایونو نندارې ته ورځي. دغه راز د افغانستان د غوره ښارونو يوه ښکلې بېلګه هم شمېرل کېږي.

هراتیان د ورزش په بېلابېلو څانګو کې غوره لوبغاړي لري او هر وخت یاد ولایت ته ویاړونه بخښي، له همدې امله د افغانستان کرکټ بورډ اداره هم غواړي چې په یاد تاريخي ولایت کې د کرکټ پراخه فعالیتونه ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ استازي او ښوونکي دا ځل د کرکټ عامه پوهاوي پروګرام (کرکټ د ټولو لپاره) په موخه هرات ته تللي وو. په دې پروګرام کې د یاد ولایت د ښوونځيو زده کوونکو، ښوونکو، د لوبو مینه والو او تنکیو ځوانانو ته د کریکټ اړوند هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

کرکټ لوبې اوسمهال په هېواد کې د لومړنۍ لوبې په توګه لومړی مقام خپل کړی نو ځکه ټول هېوادوال حق لري چې د یادې لوبې په اړه پوه شي او ځان ترې خبر کړي.

دا ځل هرات ولایت ته په دې سفر کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي او اجرايیه رییس شفیق الله ستانکزي ترڅنګ د کرکټ بورډ د بېلابېلو تخنيکي او اداري برخو ګڼ مسوولين یوځای تللي وو چې د ښار په بېلابېلو سيمو کې یې خلکو ته د کرکټ لوبې ارزښتونه او اصول څرګند کړل.

د هرات اوسېدونکو هم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ویاړونو او لاسته راوړنو معلومات درلودل، خو د کرکټ له لوبې سره یې د ماشومانو بلدتیا کمرنګه وه.

د افغانستان کرکټ بورډ د عامه پوهاوي برنامې ډلګۍ او کرکټ بورډ مشرتابه په خپل سفر کې لومړی د پوهنې ریاست د ورزش له مسوولينو سره په یوه لویه ناسته کې ګډون وکړ چې موضوع یې هرات ته د کرکټ رسولو د لارو چارو پر لټولو بحث و.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عزیزالله فضلي د ناستې ګډونوالو ته زېری ورکړ چې په وینا یې که ولايتي اداره ورته د ځمکې اسانتیا برابره کړي نو هرات به په یوه کال کې د یوه ښه لوبغالي څښتن شي. نوموړي په هرات کې د کرکټ رواجولو او دود له ګڼو برنامو یادونه وکړه او د پوهنې ریاست له مسوولينو یې د دې برنامو په تطبیق کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د کرکټ استازو سربېره پر دې د هرات د ۷ ښوونځيو زده کوونکو ته د کرکټ وسايل ( بېټ، توپ، لباس او...) ورکړل او د دوی د ښوونځيو په لوبیزو لوبغالو کې ورسره د کرکټ لوبه ترسره کړه چې د دوی لېوالتیا او استعداد په دې ولایت کې د کرکټ د ښه راتلونکي زېری ورکوي.

 

د دغه ولایت تنکي ځوانان ډېر لېواله وو، څو د لوبو زمینه ورته مساعده شي. په وینا یې د کرکټ لوبې لپاره هیڅ مناسب ځای نه لري، خو که زمینه ورته مساعده شي، ډېر لېواله دي چې دغه لوبه وکړي.

دوی کی څه هم د کرکټ لوبې له جوړښت او اصولو سره نه و بلد، خو بیا هم په متواتر شکل درې ورځې په همدې سيمه کې د کرکټ لوبه وشوه او هره ورځ به ډېری ځوانان په دې نیت راتلل چې دوی هم کرکټ کې برخه واخلي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرایيوي ریس شفیق الله ستانکزي په دې سفر کې د هرات له بېلابېلو وګړو سره په ناستو کې هغوی وهڅول چې په خپلو ماشومانو کرکټ وکړي. نوموړي کرکټ د افغانستان د وګړو ترمنځ د ملي یووالي یوه ښه وسیله یاده کړه او د نړۍ په کچه یې د افغان ملي لوبډلې لاسته راوړنې هراتیانو ته واورولې.

د هرات د ښوونځيو مدیرانو، ښوونکو او زده کوونکو خوښي وښوده چې کرکټ بورډ په هرات کې د کرکټ دودولو هوډ لري. دوی هم د ملي لوبډلې لاسته راوړنې وستايلې او زیاته يې کړه چې تر دې دمه دوی ته د کرکټ د پوهاوي په تړاو هيڅ ډول پروګرام نه و جوړه شوی، دوی ویل زده کوونکي يې غواړي چې د کرکټ معلومات ورکړل شي او د کرکټ کولو زمینه ورته برابره شي .

د راشد خان، مجیب الرحمن، محمد شهزاد او محمد نبي لوبیز شهرت  په هراتي ځوانانو هم اغېز و او اکثریتو ځوانانو چې کرکټ کاوه او د یادو لوبغاړو لوبه یې تعقیبوله.

همدارنګه د دغه پروګرام او سفر پرمهال د هرات د ګڼو ښوونځيو د سپورت او ورزش ښوونکو ته د کرکټ د تاريخچې، افغانستان کرکټ، د لوبې اصولو، قوانينو او لومړنيو وسایلو په هکله هر اړخيز معلومات او چمتو شوي مواد ورکړل شول .

ښوونکو هم د دغو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به په خپلو ښوونځیو کې زده کوونکو ته کرکټ ور زده کوي او ټول ښوونځي باید له یو بل سره د لا ښو اړيکو په پار لوبې ترسره کړي .

د کرکټ لوبې تر ډېره کچه هېوادوال سره نږدې کړي او افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کې لري چې د هېواد د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو ته کرکټ ورسوي او دوی ته د لوبو کولو زمينه مساعده کړي.

باید وویل شي چې (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام له دې وړاندې په خوست، بامیان، فاریاب او دا دی په هرات ولایتونو کې ترسره شو چې دغه لړۍ به په راتلونکې ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې به ګڼو نورو ولایتونو کې هم پیل شي.